روسیې په سوریې کښې د داعش مرکزونه په نښه کړل
Sep 15, 2017 02:56 Asia/Kabul
د سوریې د ختیځ په دیرالزور ولایت کښې د داعش تر نیواک لاندې سیمو کښې د سوریې د پوځ له پرمختګ سره هممهاله روسیې هم په دغه ولایت کښې د داعش مرکزونه په توغندیو وویشتل.
د روسیې دفاع وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کښې اعلان وکړ چې د دغه هیواد سمندري ځواک اوه کروز توغندي د سوریې د دیرالزور ښآر په اطرافو کښې د داعش په مرکزونو وتوغول.
بیانیه زیاتوي چې یاد توغندي د مدیترانه سمندر په ختیځ کښې د روسیې له دوو اوبتلونو څخه توغول شوي چې واټن یې له ۵۰۰ تر ۶۷۰ کیلومیټرو دی.
ټیګونه