مېنځنے ختیځ په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۶-۰۷-۱۵
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i57759-مېنځنے_ختیځ_په_تېره_اونۍ_کښې_۱۳۹۶_۰۷_۱۵
ګرانو او عزتمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره ستاسو پام مېنځنے ختیځ په تېره اونۍ کښې یو بل مطلب ته را اړوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 10, 2017 12:55 Asia/Kabul
  • مېنځنے ختیځ په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۶-۰۷-۱۵

ګرانو او عزتمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره ستاسو پام مېنځنے ختیځ په تېره اونۍ کښې یو بل مطلب ته را اړوو.

مېنځنے ختیځ په تېره هفته کښې د یو لړ مهمو پېښو کتونکے ؤ خو په غزه کښې د  ملی وفاق د حکومت غونډه، د عراق د پخوانی ولسمشر جلال طالبانی مړینه او روسیې ته د ملک سلمان سفر له دغو څخه ډېر مهم بدلونونه وو چې په دې پروګرام کښې یې جاجونه کوو.

د ملی وفاق د حکومت وړومبۍ غونډه د تېرې هفتې د ګل په ورځ د غزې په تړانګه کښې وشوه. دغه غونډه په غزه کښې د ملی پخوله ینې په لاره کښې د حماس او فتح غورځنګونو حرکت ته په پام سره وشوه. د ملی وفاق د حکومت وزیراعظم د تېرې هفتې د ګل په ورځ غزې ته په رسېدو سره  دغې سیمې ته د  خپل څلور ورځنی سفر مقصد د بې اتفاقۍ او کورنیو اختلافاتو ختمول وبلۀ او اسرائیل یې د فلسطینیانو ترمېنځ د ډلبندۍ او اختلافاتو یوازېنے بریالے وګڼۀ.

د غزې په تړانګه کښې د ملی وفاق د حکومت د غونډې له جوړېدو سره په یو وخت د حماس غورځنګ د بې وسلې کولو لپاره د کورواکو تشکیلاتو د کوشش په باره کښې اټکلونه هم مطرح شول چې له هغو څخه یو له محمود عباس سره اړوندې څرګندونې دی. د فلسطین د کورواکو تشکیلاتو مشر د تېرې هفتې د ګل په ورځ د مصر له سی بی سی چېنل سره په مرکه کښې وویل: «د غزې په تړانګه کښې د حزب ا... د تجربې د تکرارولو اجازه نه ورکوی.» دغو اټکلونو او نظر څرګندونو د حماس د چارواکو ردعملونه په ځان پسې لرلی دی.د حماس د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه له اون لائف مصری چېنل سره په مرکه کښې د مقاومت د وسلې په باره کښې تاکید وکړ: « تر هغه وخته چې نیواکګری موجوده وی د دفاع لپاره مقاومت او وسله لرل یو مسلم حق دے او دا څه نوے څیز نه د ے.» د حماس لوړ رتبه غړی محمود الزهار هم وویل: «په فلسطین کښې ملی پخوله ینه په دې معنا نه ده چې فلسطینیانو له خپلو انتخابونو څخه چې مقاومت یې ترټولو اصلی انتخاب دے لاس اخېستے دے.»

که څه هم داسې ښکاری چې د فلسطینیانو ترمېنځ د ملی پخوله ینې تعقیبول دا ځل لا زیات جدیت لری خو د ځینو اختلافاتو شتون د دې سبب کیږی چې د دغې موضوع د دوام په باره کښې هم هغه شان شک وجود ولری. په همدې لړ کښې د عربی نړۍ نامتو شناندی عبدالباری عطوان وویل: «د غزې د امنیت، د مقاومت د وسلو او توغندیو، د کارمندانو د تنخواګانو بحث په شان مسائل د ملی وفاق د حکومت د دوام لپاره د حماس او فتح د موافقې د پائېدارۍ په باره کښې د شک سبب کیږی.»

د عراق پخوانے ولسمشر جلال طالبانی د تېرې نهې په ورځ په جرمنی کښې په څلور اتیا کلنۍ کښې وفات شو او د هغه د جنازې مراسم هم د تېرې جمعې په ورځ په سلېمانیه ښار کښې ترسره شول.

جلال طالبانی د وطن اتحادیې ګوند مشر ؤ چې له 2005 نه تر 2014 کاله پورې موده کښې د عراق وړومبنے غېر عرب ولسمشر په توګه په 2012 کال کښې له مغزی بیمارۍ سره مخامخ شو او تر پینځو کلونو پورې د دغې بیمارۍ له زغملو وروسته د تېرې هفتې د نهې په ورځ په جرمنی کښې وفات شو. جلال طالبانی د یو کرد مشر په توګه له صدام رژیم سره په مبارزه کښې یو مهم رول لرلے دے. جلال طالبانی یو ظلم دښمنه شخصیت او یو پوخ سیاستدان ؤ چې عقل ته یې په جذباتوترجیح  ورکوله.

د صدام رژیم له نسکورېدو وروسته جلال طالبانی د مسعود بارزانی د چلند د بېلګو په اپوټه  هیڅکله د جدائۍ، تقسیم غوښتنې او د عراق د زمکنۍ بشپړتیا د ګواښلو نغاره ونه غږوله او تل یې د دغه هېواد د اساسی قانون په خیال ساتلو او له قانونی لارو د اختلافاتو په هواری تاکید لرۀ. جلال طالبانی د شیعه، کرد او سنی د یووالی د یو ملاتړ عراقی سېمبول ؤ. له همدې امله د عراق وزیراعظم حېدرالعبادی د تسلیت د یو پېغام په صادرولو سره جلال طالبانی ورور او د فیډرل ډېموکرېټک عراق په جوړولو کښې شریک او جنګیالے وبلۀ.

د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د جلال طالبانی د جنازې د مراسمو ترڅنګه هغه د عراق د وحدت او زمکنۍ بشپړتیا سېمبول ونوموۀ.

د جلال طالبانی د جنازې مراسم د عراق  خلقو په تېره بیا د دغه هېواد د کردستان سیمې د خلقو او د ځای، ملی او سیمه ایزو شخصیتونو په پراخه ګډون سره ترسره شول. د عراق د کورنیو چارو وزیر قاسم الاعرجی هم د بغداد د حکومت په نمائندګۍ په دغو مراسمو کښې ګډون کړے ؤ. د دغو مراسمو له خاصو واقعاتو څخه یوه دا وه چې د عراق د هوائی چلند الوتکه چې ټاکل شوې وه د جلال طالبانی د جنازې تابوت له جرمنی څخه د کردستان سیمې سلېمانیې ته منتقل کړی د نړیوالو الوتونو د منعې له مقرراتو څخه چې یوه هفته مخکې په سیمه کښې عملی شوی وو مستثتی شوه. د دغو مراسمو یوه بله واقعه چې د بغداد د حکومت د اعتراض سبب شوه دا وه چې د کردستان د ځای حکومت په دباو د ارواښاد جلال طالبانی جنازه د عراق د ملی بېرغ په ځاے د کردستان سیمې په بېرغ سره وپوښلې شوه. دغه اقدام په داسې حال کښې ترسره شو چې د کردستان سیمې د وطن اتحادیې د ګوند یو مشر آلا طالبانی وویل چې د دغه ګوند سیاسی دفتر او د جلال طالبانی کورنۍ د هغه په تابوت باندې د عراق د بېرغ د لګولو غوښتونکی وو، او حتی د مام جلال په جنازه باندې د عراق ملی ترانه وغږولې شوه. د عراق د پارلېمان ځینې نمائندګانو د کردستان سیمې په بېرغ سره د جلال طالبانی د تابوت په پوښولو کښې د دغې سیمې د چارواکو په اقدام باندې په اعتراض کښې د جنازې مراسم پرېښودل.

د سعودی باچا سلمان بن عبدالعزیز د تېرې هفتې د چارشنبې په ورځ د روسیې پائېتخت ماسکو ته لاړ او د دغه هېواد ولسشمر ولادیمیر پیوټن یې هرکلے وکړ.دا روسیې ته د سعودی د یو باچا وړومبنے سفر ګڼل کیږی. په دغه سفر کښې له ملک سلمان سره زر تنه په پلاوی کښې شامل وو.

ماسکو ته د ملک سلمان د سفر په وړومبۍ ورځ د سعودی او روسیې ترمېنځ په لسګونو معاهدې لاسلیک شوې چې تر ټولو مهمه یې په سعودی باندې د اېس څلور سوه سېسټم خرڅول وو. خو داسې ښکاری چې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د لاسلیک شویو معاهدو ډالری ارزښت له څلور میلیارډ ډالرو زیات نه شو.

په دې بنیاد مهمه پوښتنه دا د چې سعودی له دغه سفر څخه څه مقاصد حاصلول غوښتل؟

دا ویلې شوو چې ماسکو ته د ملک سلمان د سفر ترټولو مهم مقصد د مینځنی ختیځ د سیمه ایزو حالاتو بدلون په تېره بیا په سوریې کښې بدلون، په یمن کښې د سعودی ښکېلېدل او له قطر سره تاوتریخوالے بللے شوو.

سعودی چې په تېرو کلونو کښې یې په سوریې کښې له اقتداره د بشار اسد څنګته کېدل تعقیبول، اوس په کامله توګه د دغه مقصد له پوره کېدو څخه ناامیده شوے دے. له بلې خوا سعودی حکومت  چې په یمن کښې له کامیابۍ سره مل د یو لنډ مهاله جنګ هیله یې لرله له دېرشو میاشتو نه زیاته موده وشوه چې د یمن په جبه کښې ګېر دے او د ملګرو ملتو په وروستی رپوټ کښې هم د سعودی ائتلاف نوم د ماشومانو د حقوقو د خلاف ورزی کوونکو په تور لېسټ کښې راغے. له قطر سره د سعودی تاوتریخوالے چې د قطر له مقاومت سره مخامخ شو هم په عربی نړۍ کښې د سعودی حېثیت ته سخت ګوزار ورکړ.

دغه واقعات چې د سعودی د بهرنیو فېصلو په ډګر کښې د غلطیو نتیجه وه د دې سبب شول چې په  مینځنی ختیځ کښې د قوت موازنه هم د ایران د اسلامی جمهوریت چې په تېره بیا په سوریې او عراق کښې له ترهه ګرو سره په جنګ کښې بریالے ؤ په ګټه بدله کړی. داسې ښکاری چې د سعودی باچا د ایران د اسلامی جمهوریت او روسیې له سټراټیجکو تعلقاتو څخه په اګاه کېدو ماسکو ته په سفر کښې کوشش کوۀ چې د ایران د اسلامی جمهوریت په ګټه د سیمه ایز قوت د موازنې له لا زیاتې پیاوړتیا څخه د مخنیوی  او یا حتی د سعودی او ایران ترمېنځ د مېنځګړیتوب لپاره پوټین راضی کړی.

د تېلو د بیې ثبات او یا پیاوړتیا هم ماسکو ته د ملک سلمان د سفر یو بل هدف بللے شوو.  سعودی  ترټولو ستر اوپیکی تېل تولیدونکے او روسیه هم د تېلو ترټولو ستر غېر اوپېکی تولیدونکے دے. د دواړو هېوادونو په خاصه توګه د سعودی اقتصاد د تېلو له درامدو سره تړلی دی. سعودی چې له 2014 کال څخه یې د امریکې په مدیریت سره د روسیې او ایران اقتصادو ته د ګوزار ورکولو په هدف سره د تېلو د بیې کمول تعقیب کړل، خپله او هم یې عرب انډیوالانو له ماسکو او تهرانه زیات د تېلو د بیې د کمېدو زیان ولید.

داسې ښکاری چې د 2017 روان میلادی کال په مۍ کښې ماسکو ته د ملک سلمان د سفر لپاره پلاننګ روسیې ته د هغه د زوے محمد بن سلمان په سفر سره شروع شو. محمد بن سلمان په هغه وخت کښې د سعودی د ولیعهد نائب ؤ.

ملک سلمان په داسې حال کښې روسیې ته سفر وکړ چې په دې وروستیو هفتو کښې یې د سعودی په دننه کښې په تېره بیا د ښځو د برخې په  اړه اصلاحی پروګرامونه اجرا کړل چې پکې ترټولو مهم سعودی ښځو ته د موټر چلونې د حق ورکول وو.

----------