امریکا د یمن د کړکیچ د هواریدو مخه نیسي
د یمن د انصار ا... غورځنګ ویاند وویل چې د دغه هیواد د کړکیچ په لړ کښې د امریکې دریځونه یوې سیاسي حل لارې ته د رسیدو د لارې اصلي خنډ دی.
محمد عبدالسلام د لبنان د الاتحاد ورځپانې پرونۍ ګڼې ته په ورکړې مرکه کښې زیاته کړه: د امریکې دریځونو د یمني ډلو او د عربستان د پلویانو ترمینځ خبرواترو کښې د سولې په لور ټولې لارې له بندون سره مخ کړې دي.
هغه ټینګار وکړ چې امریکا د یمن د کړکیچ د هوارولو جدي اراده نه لري.
محمد عبدالسلام زیاته کړه چې د یمن سویلي برخه د متحده عرب اماراتو په ولکه کښې ده خو بیا هم د یمن استعفا ورکړی او تښتیدلی ولسمشر عبدربه منصور هادي ځواکونه حتی د عدن هوايي ډګر ته نه شي ننوتی.
د انصار ا... ویاند وویل: د یمن د کلابندۍ ماتول او د تیري بندول دوه صحیح ګامونه دي چې د یمن خلکو ورته ضرورت لري خو د ملګرو ملتو سازمان د صنعاء د نړیوال هوايي ډګر په بیرته خلاصولو او د اقتصادي او انساني کلابندۍ په ماتولو او له بهر څخه د زخمیانو په راستنولو کښې ناتوانه دی.