له ترهګرۍ سره د مبارزې ترڅنګ د سیاسي خبرواترو ملاتړ کوو
د سوریې ولسمشر وویل چې هیواد یې له ترهګرۍ سره په مبارزې باندې پر ټینګار سربیره د سیاسي خبرواترو او ملي روغې جوړې ملاتړ کوي.
بشار الاسد پرون په دمشق کښې د سوریې لپاره د روسیې د ولسمشر د ځانګړي استازي الیکزینډر لاورِنینُف په کتنه کښې ټینګار وکړ: د سوریې حکومت نیت لري چې له یوې خوا له ترهګرۍ سره د جنګ په دوام او له بلې خوا په سیاسي خبرواترو او د ملي روغې جوړې په پراختیا سره د اساسي قانون د تعدیل موضوع او د نویو پارلیماني انتخاباتو ترسره کیدو ته ورسیږي.
هغه زیاته کړه چې د ترهګرۍ له شره د سوریې د خاورې په پاکونه کښې د دې هیواد د پوځ او د هغه د انډیوالانو بریاوې ورو ورو د لازیات سیاسي فعالیت لپاره زمینه برابروي.
په دغه کتنه کښې د ولادیمیر پوټین ځانګړي استازي هم وویل چې ماسکو له ترهګرۍ سره په جنګ کښې همهغه شان د سوریې له حکومته خپل ملاتړونه جاري ساتي او په عین حال کښې د کړکیچ د هواري لپاره د سیاسي بهیر ملاتړ کوي.