سعودی الوتکو بیا د یمن خلق په خاورو وینو کښې ولوغړول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i58705-سعودی_الوتکو_بیا_د_یمن_خلق_په_خاورو_وینو_کښې_ولوغړول
سعودی جنګی الوتکو نن د یمن د پائېتخت صنعاء په مختلفو سیمو پینځلس ځل بمونه اورول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 29, 2017 16:56 Asia/Kabul
  • سعودی الوتکو بیا د یمن خلق په خاورو وینو کښې ولوغړول

سعودی جنګی الوتکو نن د یمن د پائېتخت صنعاء په مختلفو سیمو پینځلس ځل بمونه اورول.

د یمن د ځای سرچینو په نقل د فارس خبری اژانس د رپوټ له مخې په دغو حملو کښې چې د څوماشومانو او ښځو په شمول یو شمېر عامه خلق ووژل شول د صنعاء صوبې په نهم او الحیمه کښې ځینې سیمې په بشپړه توګه ویجاړې شوې.

همدارنګ سامک سیمې جربان کېمپ هم د سعودی د جنګی  الوتکو د حملو هدف وګرځېد.

همدارنګ د تعز او الجوف صوبو ځینې برخې هم نن د سعودی د حملو له کبله ناارامه وې خو تر اوسه د دغو وحشیانه حملو د قربانیانو د شمېر په اړه څه رپوټ نه دے خپور شوے.

سعودی عرب  د امر یکې، لو ید یځو هېوادونو او د ر یاض د عربو انډیوالو هېوادونو په ملاتړ سره د 2015 کال له مارچ څخه د یمن د مستعفی او فراری ولسمشر عبد ربه منصور هادی اقتدار ته د ستنولو په بهانه په یمن باندې د فوځی تیری او د دغه هېواد د زمکنۍ، سمندری او هوائی محاصرې اقدام کړے دے.دغه فوځی تیری تر اوسه د دولسو زرو یمنیانو له وژل کېدو په لسګونو زرو زخمی کېدو، د میلینونو یمنیانو له مهاجرېدو او د دغه هېواد د مراکزو او ودانیو له و یجاړېدو نه بغېر څه نتیجه نه ده لرلې.د سعودی فوځی تیری همدارنګ د یمن فقیر هېواد د خوراکی او درملیزو مواد له سخت کمښت سره مخامخ کړے او د د وبا په شمول د ګڼ شمېر بیماریو د خورېدو سبب شوے دے چې له امله یې ګڼ شمېر کسان مړۀ شوی او یا د مرګ له ګواښ سره مخامخ دی.