د یمن خلکو د عربستان- اماراتو توطئه وغندله
د یمن خلکو نن د انصار الله غورځنګ د مشر « عبدالملک بدرالدین الحوثی » په غوښتنه د دغه هیواد په پلازمینه صنعا کې مظاهرې وکړې.
د المیادین چینل د راپور له مخې دغه لاریونه د یمن د پخواني ولسمشر علی عبدالله د سعودي اماراتي کودتا له ناکامې پاتې کیدو وروسته وشول او پکې د یمن د کانګرس ګوند ځینو غړو هم برخه لرله.
د دغه راپور له مخې په لاریونه کې ګډونکوونکو په سیمه کې دامریکا د سیاست په غندنه کې شعارونه ورکول او د امریکایی او اسراییلي سامان د بایکاټ پلی کارډونه یې له ځان سره اخستې وو.
د یمن د انقلاب د لوړې کمیټې مشر محمد علي الحوثي په صنعا کې د خلکو په ټول کې وویل د یمن د خلکو مهمه ځانګړتیا له تیري ګرو سره مقابله ده او خلکو په خپل هیواد کې یوه نوې توطئه ناکامه کړه او متحده شول.
ده زیاته کړه : امارات او عربستان په یمن کې په وروستۍ توطئې کې لاس درلود او مونږ په دې اړه باوري اسناد لرو. ده وویل د انصار الله ځواکونه به د تیریو تر ختمیدو پورې د خپل توغندویي توان زیاتولو ته دوام ورکړي. عبدالله صالح پرون په داسې حال کې چې د خپل ګوند له څو مشرانو سره له صنعا د مارب ولایت په لور او اماراتو ته د تیښتې نیت روان و ووژل شو.