د یمن خلکو د عربستان- اماراتو توطئه وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i60587-د_یمن_خلکو_د_عربستان_اماراتو_توطئه_وغندله
د یمن خلکو نن د  انصار الله غورځنګ د مشر « عبدالملک بدرالدین الحوثی »   په غوښتنه د دغه هیواد په پلازمینه صنعا کې  مظاهرې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 05, 2017 17:49 Asia/Kabul
  • د یمن خلکو د عربستان- اماراتو توطئه وغندله

د یمن خلکو نن د  انصار الله غورځنګ د مشر « عبدالملک بدرالدین الحوثی »   په غوښتنه د دغه هیواد په پلازمینه صنعا کې  مظاهرې وکړې.

 

 د المیادین چینل د راپور  له مخې دغه لاریونه د یمن د پخواني ولسمشر علی عبدالله د سعودي اماراتي کودتا له ناکامې پاتې کیدو وروسته  وشول او پکې د یمن د کانګرس ګوند ځینو غړو هم برخه لرله.

د دغه راپور له مخې په لاریونه کې ګډونکوونکو  په سیمه کې دامریکا د سیاست په غندنه کې شعارونه ورکول او د امریکایی او اسراییلي سامان د بایکاټ پلی کارډونه یې له ځان سره اخستې وو.

 د یمن د انقلاب د لوړې کمیټې مشر محمد علي الحوثي  په صنعا کې د خلکو په ټول کې وویل  د یمن د خلکو مهمه ځانګړتیا له تیري ګرو سره مقابله ده او خلکو په خپل هیواد کې  یوه نوې توطئه ناکامه کړه او متحده شول.

 ده زیاته کړه : امارات او عربستان په یمن کې په وروستۍ توطئې کې لاس درلود او مونږ په دې اړه باوري اسناد لرو.  ده وویل د انصار الله ځواکونه به د تیریو تر ختمیدو پورې د خپل توغندویي توان زیاتولو ته دوام ورکړي.    عبدالله صالح پرون په داسې حال کې چې  د خپل ګوند له څو مشرانو سره  له صنعا د مارب ولایت په لور او اماراتو ته د تیښتې نیت روان و  ووژل شو.