امریکا دې د بیت المقدس په هکله نړیوالو ژمنه پابنده شي
Dec 06, 2017 04:06 Asia/Kabul
عرب اتحادیې د خپلې پرونۍ غونډې په پاې کښې د یوې بیانیې په خپرولو سره له امریکې وغوښتل چې د بیت المقدس په هکله پر نړیوالو قوانینو ژمنه پاتې شي.
د عرب اتحادیې د غونډې په پاییزه بیانیه کښې چې د فلسطین په غوښتنه په قاهره کښې ترسره شوه، د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو په تیره بیا د ۲۳۳۴ پریکړه لیک په اجرا کیدو ټینګار وشه چې پکښې په تیر ۲۰۱۶ کال کښې په نیواکي ځمکو کښې د صهیونیسټي رژيم ښارګي جوړونه مردوده او د نړیوالو قوانینو خلاف اعلان شوې ده.
عرب اتحادیې په خپله خبرپاڼه کښې ټینګار کړی چې د اسرائیل نیواکګر رژيم لخوا د پلازمینې په توګه د بیت المقدس په رسمیت پيژندل پر عرب ولسونو تیری او د فلسطین د خلکو په حقوقو سترګې پټول او هم د نړیوالو موافقو څرګنده خلاف ورزي ده.
ټیګونه