امریکادقدس په موضوع کې له مسلمانانودرنده څپیړه وخوړله
دصهونیسټ رژیم دپلازمینې په توګه دقدس شریف په معرفی کولو کې د ا مریکا دولسمشر سپیرۀ اقدام لامل شوی ، څو نه یوازې مسلمانان ،بلکې د نړۍ درستو آزادی غواړو هم صهونیسټان نیواکګر بللی دی .
زمونږخبریال راپورراکړ ستر دینی مرجع آیت ا.... حسین نوری همدانی نن په قم کې د ایران د پوځ دسمندری ځواک له قوماندان امیر البحر حسین جانزادی ا و د ایران د پولیسو له لوړروتبه قوماندانانو سره په کتنې کې زیاته کړې ، دصهونیسټ رژیم دپلازمینې په توګه دقدس شریف په معرفی کولو کې د ا مریکا دولسمشر سپیرۀ اقدام لامل شوی ، څو نه یوازې مسلمانان ،بلکې د نړۍ درستو آزادی غواړو هم صهونیسټان نیواکګر بللی دی .
آیت ا... نوری همدانمی ددې خبرې په کولو سره چې صهونیسټان کوم ټاټوبی نه لری ، څو پلازمینه ولرل شی ،ووئیل ؛ دم ګړۍ غاصبان اومستکبران له مسلمانانو د یوې بلې سختې څپیړې دخوړولو شاهدان دی ، دوی فکر کاوه چې بیت المقدس داسرائیلی رژیم پلازمینه اعلانولی شی .
دغه ستر دینی مرجع هم داراز ټینګار وکړ ، صهونیسټی ماشوم وژونکی رژیم غواړی ، قدس له مسلمانانو په زوره واخلی اوباید د دغو سپیرو اقداماتو په وړاندې درست مسلمان امت ویښ اوهوښیار ووسی .