امریکادقدس په موضوع کې له مسلمانانودرنده څپیړه وخوړله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i60941-امریکادقدس_په_موضوع_کې_له_مسلمانانودرنده_څپیړه_وخوړله
دصهونیسټ رژیم دپلازمینې په توګه دقدس شریف په معرفی کولو کې د ا مریکا دولسمشر سپیرۀ اقدام لامل شوی ، څو نه یوازې مسلمانان ،بلکې د نړۍ درستو آزادی غواړو هم صهونیسټان نیواکګر بللی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 10, 2017 16:14 Asia/Kabul
  • امریکادقدس په موضوع کې له مسلمانانودرنده څپیړه وخوړله

دصهونیسټ رژیم دپلازمینې په توګه دقدس شریف په معرفی کولو کې د ا مریکا دولسمشر سپیرۀ اقدام لامل شوی ، څو نه یوازې مسلمانان ،بلکې د نړۍ درستو آزادی غواړو هم صهونیسټان نیواکګر بللی دی .

زمونږخبریال راپورراکړ  ستر دینی مرجع آیت ا.... حسین نوری همدانی  نن په قم کې د ایران د پوځ  دسمندری ځواک له قوماندان  امیر البحر  حسین جانزادی ا و د ایران د پولیسو  له لوړروتبه قوماندانانو سره په کتنې کې  زیاته کړې ،  دصهونیسټ رژیم دپلازمینې په توګه   دقدس شریف په معرفی  کولو کې د ا مریکا دولسمشر سپیرۀ اقدام  لامل شوی ، څو نه  یوازې  مسلمانان ،بلکې  د نړۍ درستو آزادی غواړو  هم  صهونیسټان نیواکګر  بللی دی .

 آیت ا... نوری همدانمی  ددې  خبرې په کولو سره چې  صهونیسټان  کوم ټاټوبی نه لری ، څو پلازمینه ولرل شی ،ووئیل ؛  دم ګړۍ  غاصبان اومستکبران    له مسلمانانو د یوې بلې سختې څپیړې  دخوړولو  شاهدان دی ، دوی فکر کاوه  چې   بیت المقدس  داسرائیلی رژیم پلازمینه  اعلانولی شی .

 دغه ستر دینی مرجع  هم داراز  ټینګار وکړ ، صهونیسټی ماشوم وژونکی رژیم  غواړی ، قدس  له مسلمانانو  په زوره واخلی  اوباید د دغو سپیرو اقداماتو په  وړاندې  درست مسلمان  امت ویښ اوهوښیار ووسی .