دقدس دحقوقی وضعّیت ساتل دورځې ضرورت دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i61029-دقدس_دحقوقی_وضعّیت_ساتل_دورځې_ضرورت_دی
دمصر ولسمشر عبدالفتاح السیسی پرون مازدیګر په قاهرې کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ګډ خبری کنفرانس کې ووئیل د نړیوالو پریکړو اوقوانینو په چوکاټ کې دقدس د حقوقی وضعیّت ډیر ضروری دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 12, 2017 04:04 Asia/Kabul
  • دقدس دحقوقی وضعّیت ساتل دورځې ضرورت دی

دمصر ولسمشر عبدالفتاح السیسی پرون مازدیګر په قاهرې کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ګډ خبری کنفرانس کې ووئیل د نړیوالو پریکړو اوقوانینو په چوکاټ کې دقدس د حقوقی وضعیّت ډیر ضروری دی .

 ایرنا خبری آژانس راپورورکړی ،   السیسی په  دغه خبری غونډې کې  د سیمې او نړۍ پر امنیت د امریکا دولسمشر  د ورستۍ فیصلې  دنتیجو په  باب  ووئیل ، باید داسې کار ونشی چې  حالات لاپیچلی  او  په سیمې کې  د خبرواترو بهیرونه کمزوری شی .

  هغه ددې خبرې په کولو سره   له پوتین سره ئې لیده کاته ،  د مصر اوروسیې  د سیاسی او اقتصادی  اړیکو   دستراټژیکې پراختیا  ښودنه کوی ، ووئیل په دغې کتنې کې  درستې سیمه ایزې او نړیوالې  موضوعګانې سپړل شوی دی  ،په تیره بیا  له بحرانونو   دسورئې اولیبیا  دوو هیوادونو  د وتلو لپاره  سیاسی حل لارې ته درسیدو  د  رودو او   په دغو هیوادونو کې دبشپړ امنیت د ټینګیدا دلارو چارو په باب هم  ورسره   مشورې اوخبرې شوی دی .

 دروسیې ولسمشر  ولادیمیر پوتین   دمصر له ولسمشر سره له خبرواترو  وروسته ترکیې ته  لاړ  . داپه داسې حال کې دی چې  له دې مخکې دروسیې  ولسمشر  دسورئې  په سفر هم تللی  ؤ او د  سورئې له ولسمشر بشار اسد سره ئې  په تفصیل سره خبرې اترې کړی   او دغه راز ئې   له سورئې  دروسیې دځواک  د ویستلو فیصله هم کړې ده .