دقدس په باب د ډونالډ ټرمپ فیصله هیڅ ارزښت نه لری
Dec 13, 2017 14:20 Asia/Kabul
دقدس برخلیک باید د دغې سیمې اوسیدونکو ته وسپارل شی او دفلسطین ولس هیڅکله هم د ډونالډ ټرمپ فیصله نه منی .
دسحر اردو ټیلیویژنی چینل هم راپورورکړی ، دپاکستان د پوځ عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه هم بیګا په اسلام اباد کې د فلسطین له سفیر ابو علی سره په کتنې کې دبیت المقدس په باب دامریکا د ولسمشر فیصله سخته رټلې او وئیلی ئې دی ،پاکستان د فلسطین دموضوع جدی حل غواړی او له فلسطنیانو څخه خپل ملاتړ ته هماغه راز دوام ورکوی. په پاکستان کې د فلسطین سفیر هم په دغې کتنې کې وئیلی دی دقدس برخلیک باید د دغې سیمې اوسیدونکو ته وسپارل شی او دفلسطین ولس هیڅکله هم د ډونالډ ټرمپ فیصله نه منی .
ټیګونه