د امریکا د ولسمشروروستۍفیصله دنړیوال امنیت اوسولې لپاره سترګواښ
اشرف زیاته کړې ،مونږ په ځانګړې تاریخی شېبې کې سره غونډ شوی یو چې د اسلامی امت او نړۍ ګډ پام پر قدس، حرم شریف او د فلسطین د خلکو پر حقونو متمرکز دی. قدس زمونږ لومړنۍ قیبله او د حرم شریف او د (مسلمانانو) د درېم سپېڅلی جومات په توګه د مسلمانانو په توګه زمونږ د هویت مرکزی هسته تشکیل کړې او زموږ د اسلامی تمدن اساسی سمبولونه دی.
دافغانستان ولسمشر اشر ف غنی هم پخپلې وینا کې دامریکا دولسمشر وروستۍ فیصله د نړیوال امنیتی او سولې لپاره ستر ګواښ وبلله او وې وئیل باید اسلامی نړۍ د قدس د هویّت او وضعیّت دمعلومولو په اړه سملاسی او جدی اقدام وکړی.
اشرف زیاته کړې ،مونږ په ځانګړې تاریخی شېبې کې سره غونډ شوی یو چې د اسلامی امت او نړۍ ګډ پام پر قدس، حرم شریف او د فلسطین د خلکو پر حقونو متمرکز دی. قدس زمونږ لومړنۍ قیبله او د حرم شریف او د (مسلمانانو) د درېم سپېڅلی جومات په توګه د مسلمانانو په توګه زمونږ د هویت مرکزی هسته تشکیل کړې او زموږ د اسلامی تمدن اساسی سمبولونه دی.
دافغانستان ولسمشر په ډاګه کړې د اسلامی هیوادونوم مشران په غږملتیا او پیوستون سره د فلسطین خلکو او حکومت سره د مرستې لپاره جامع پلان برابرولی شو، ځکه واړۀ اقدامات او خورې ورې پروژې کافی نه دی.
هغه همداراز په ټینګار سره وویل، د اسلامی نړۍ د هېوادونو تر مینځ د شخړو او ترینګلتیاؤ ختمولو ته جدی اړتیا ده چې له دې سره خپله واقعی رهبری ثابتولی او د همدغې پیاوړې اجماع له لارې خپلې توانمنۍ نندارې ته وړاندې کولی شو.