د نوی داعش د راپنځولو لپاره دامریکا دخوځښتونو ایشوا کیدل
په ورسیتیو لسیزو کې دسیمې بدلونونه ښئ هرچرته چې ا مریکا نیغ په نیغه پوځی دخالت کړی وی ، نو هرڅه ئې له مینځّه وړی دی او اشرارې، جنایتکارې او ورانکارې ډلې دامریکا ترنیواک لاندې سیمو سر راپورته کوی .
دسورېئ مرستیال خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې امریکا د سورئې د ډیموکراټیک ځواک (کیو ایس ډی ) په نامې سره د داعش له نوی ډلې ملاتړ کوی ، وئیلی دی ، هرڅوک د دغه هیواد د قانونی حکومت په ضد وسله په لاس کړی ، ترهه ګر دی .
دسورئې مرستیال خارجه وزیر فیصل مقداد له العالم ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې ووئیل ، دسورئې ډیموکراټیک ځواک (قسد یا کیو ایس ډی ) دامریکا په خدمت او دسورئې د حکومت او ملت په ضد د دغه هیواد په شمال ختیځ کې فتنې رامینځةکوی .
دسورئې سیاسی ټولنې دې ته په پام سره چې واشنګټن د خپلو سلطه غواړو او اسرائیلی ګټو دتامینولو لپاره په سورئې کې د شخړې په اوږدولو پسې دی ، له خپل هیواده د امریکائی عسکرو دوتلو په ضرورت ټینګار کوی . په ورسیتیو لسیزو کې دسیمې بدلونونه ښئ هرچرته چې ا مریکا نیغ په نیغه پوځی دخالت کړی وی ، نو هرڅه ئې له مینځّه وړی دی او اشرارې، جنایتکارې او ورانکارې ډلې دامریکا ترنیواک لاندې سیمو سر راپورته کوی . امریکائی چارواکی په بیلابیلو پلمو او رودو سره له داعشه په وروسته پړاؤ کې په سورئې او عراق کې دخپل شتون په دوام پسې دی او له دې امله امریکائی چارواکو وئیلی دی چې د داعش له ماتې سره سره به خپل ځواک له دواړو هیوادونوونه باسی . په دغه شان فضا کې د تش په نامه ائیتلافی ځواک ، دسورئې په شمال ختیځ کې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې اودنورو ترهه ګرو ډلو له پاتې ترهه ګرو دنوی وسلوالې ډلې په جوړولو پسې دی .
امریکایانو هیڅکله هم د داعش نابودل نه غوښتل ، بلکې دهغوی غوښتنه په سیمې کې د داعش د شتون دوام ؤ څو په سیمې کې پر خپلواکه نظامونو دامریکا د دباؤ لپاره یو آوزار او دخپل نیواکګر پوځی شتون لپاره یوه پلمه شی . اوس چې په سورئې او عراق کې د داعش پای اعلان شوی دی ، امریکایان د نوو سناریوګانو په پلانونو پسې دی . دوی په پیل کې غواړی ، د داعش دپاکونې د دوام په پلمه په عراق او سورئې کې خپل پوځی شتون وساتی ، یو داسې غیر قانونی شتون چې په وروستی یوه کال کې ئې په پام وړ اندازه زیات کړی دی .
له بلې خوا دوی په یوه بل څه پسې دی ، او د داعش په ځای خپل نوی ځواکونه په پراخه بڼه منظموی او ټرینینګ ورکوی او په پوځی تجهیزاتو ئې سنبالوی څو دامریکا په ا ختیار کې ئې په ترهه ګرو ګروهنو سره په یوه نوی پوځی ځواک بدل کړی .
دترهه ګرۍ په ضد دامریکا تش په نامه پوځی ائیتلاف نه یوازې په سورئې اوعراق کې د پوځیانو اوعامو خلکو د وژلو لپاره په یوه تشکیلاتو بدل شوی دی او دهغوی اقداماتو له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې جدی خنډونه رامینځةکړی دی ، بلکې په سیمې کې د ترهه ګرو ډلو په راپنځونکو او ملاتړو تشکیلاتو بدل شوی دی . دامریکایانو له خوا داسې ډیر سندونه شته دی ، چې ثابتوی ، دداعش پشمول ځینی خورا ډیرې مهمې ترهه ګرې ډلې دامریکایانو په لاس راپنځول شوی دی . دامریکا پخوانۍ خارجه وزیرې هیلری کلینټن پخپل : سختې ټاکنې: نومې کتاب کې په ډاګه اعتراف کوی ، چې مونږ پخپله داعش راپنځولې ده ::: په سورئې کې دترهه ګرۍ په ضد دتش په نامه امریکائی ائیتلاف دخوځښتونو موخه، د دغه هیواد له کمزوری کولو او د هغو دبیخ بینائی تاسیساتو په بشبړ ډول په کنډوالو له بدلولو پرته او دغه راز دترهه ګرو په وړاندې له هرډول مقاومته د سورئې دخلکو د غړولو په خاطر په هغوی کې ویرې اووحشت له خورولو پرته بل څه نه ده .
دپام وړ ټکی دا چې له هغه څه دامریکا په مشرۍ دامریکائی ائیتلاف اقدامات چې له ترهه ګرو سره په مبارزې پسې نه دی او یوازې دخپلو موخو په لاره کې د ترهه ګرو ډلو دمدیّریت په لټه کې دی ئې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په زمینې کې هیڅ اغیزې نه دی شیندلی . دامریکائی تیریګر ائیتلاف اقدامات اوموخې د سورئې په کنډوالو په بدلولو او په دغه هیواد کې د جنګ او شخړو په اوږدولو کې دترهه ګرو ډلو د رول بشبړونکی دی او دې چارې ، دهغوی دغرضی اوشکمنو خوځښتونو په زیاتولو اندیښنې نوره هم زیاتې کړی دی .