اسراییلي ځواکونو دوه فلسطینیان شهیدان او په لسګونو ژوبل کړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i61755-اسراییلي_ځواکونو_دوه_فلسطینیان_شهیدان_او_په_لسګونو_ژوبل_کړل
 د فلسطینیانو د غوسې په دریمه جمعه  د صهیونسټ رژیم پوځیانو دوه فلسطیني ځوانان په ډزو شهیدان  او په لسګونو ژوبل کړل   
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 22, 2017 17:07 Asia/Kabul
  • اسراییلي ځواکونو دوه فلسطینیان شهیدان او په لسګونو ژوبل کړل

 د فلسطینیانو د غوسې په دریمه جمعه  د صهیونسټ رژیم پوځیانو دوه فلسطیني ځوانان په ډزو شهیدان  او په لسګونو ژوبل کړل   

 

په غزې تړانګې کې د فلسطینیانو د غوسې په دریمه جمعه   صهیونسټي پوځیان له فلسطینیانو سره ښکیل شول  چې په جبالیا سیمه کې د  زکریا الکفارنه په نوم فلسطینی ځوان  د ډزو له امله شهید شو او یو شمیر  فلسطینیان ژوبل شول.  

  په زرګونو فلسطیینانو نن  د غوسې په دریمه جمعه د اردن سیند په لویدیځه غاړه او غزه کې د اسراییلو د پلازمینې په توګه د بیت المقدس د  اعلانولو د ټرامپ د فیصلې په خلاف مظاهرې وکړې. صهیونسټي پوځیانو د خلکو د خپرولو لپاره  له جنګي او پلاسټکي مرمینو او اوښلنو ګازونو کار واخسته . د فلسطین معا خبري اژانس  په بیت لحم کې د یو شمیر فلسطینیانو د ژوبلیدو خبر ورکړ  او وې لیکل دوه فلسطیني ځوانان په  سفلیت سیمه کې د جنګي مرمیو له امله ژوبل شول  چې د یو حالت پکې نازک دی ، په لسګونو نور فلسطینیان هم  له اوښلن ګازه متاثره شول

 د فلسطین هلال احمر اعلان وکړ چې په د اردن سیند د لویدیځې غاړې په قلقیلیا ښار کې هم  نن له صهیونسټي پوځیانو سره په  نښته کې  څلورویشت فلسطیني  ځوانان ژوبل شول.