اسراییلي ځواکونو دوه فلسطینیان شهیدان او په لسګونو ژوبل کړل
د فلسطینیانو د غوسې په دریمه جمعه د صهیونسټ رژیم پوځیانو دوه فلسطیني ځوانان په ډزو شهیدان او په لسګونو ژوبل کړل
په غزې تړانګې کې د فلسطینیانو د غوسې په دریمه جمعه صهیونسټي پوځیان له فلسطینیانو سره ښکیل شول چې په جبالیا سیمه کې د زکریا الکفارنه په نوم فلسطینی ځوان د ډزو له امله شهید شو او یو شمیر فلسطینیان ژوبل شول.
په زرګونو فلسطیینانو نن د غوسې په دریمه جمعه د اردن سیند په لویدیځه غاړه او غزه کې د اسراییلو د پلازمینې په توګه د بیت المقدس د اعلانولو د ټرامپ د فیصلې په خلاف مظاهرې وکړې. صهیونسټي پوځیانو د خلکو د خپرولو لپاره له جنګي او پلاسټکي مرمینو او اوښلنو ګازونو کار واخسته . د فلسطین معا خبري اژانس په بیت لحم کې د یو شمیر فلسطینیانو د ژوبلیدو خبر ورکړ او وې لیکل دوه فلسطیني ځوانان په سفلیت سیمه کې د جنګي مرمیو له امله ژوبل شول چې د یو حالت پکې نازک دی ، په لسګونو نور فلسطینیان هم له اوښلن ګازه متاثره شول
د فلسطین هلال احمر اعلان وکړ چې په د اردن سیند د لویدیځې غاړې په قلقیلیا ښار کې هم نن له صهیونسټي پوځیانو سره په نښته کې څلورویشت فلسطیني ځوانان ژوبل شول.