دملګروملتودعمومی اسمبلۍپریکړه لیک دحق بریالیتوب دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i61775-دملګروملتودعمومی_اسمبلۍپریکړه_لیک_دحق_بریالیتوب_دی
دلبنان ولسمشرووئیل له قدس څخه په ملاتړ کې دعمومی اسمبلۍ پریکړه لیک دقدس د هغه هویّت او نفوسی ترکیب له بدلیدا سره د پریکنده مخالفت ښودنه وه چې تل ئې دتاریخ په اوږدو کې د آسمانی دینونو د ځانګو په توګه ئې نندارې ته وړاندې کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 23, 2017 02:24 Asia/Kabul
  • دملګروملتودعمومی اسمبلۍپریکړه لیک دحق بریالیتوب دی

دلبنان ولسمشرووئیل له قدس څخه په ملاتړ کې دعمومی اسمبلۍ پریکړه لیک دقدس د هغه هویّت او نفوسی ترکیب له بدلیدا سره د پریکنده مخالفت ښودنه وه چې تل ئې دتاریخ په اوږدو کې د آسمانی دینونو د ځانګو په توګه ئې نندارې ته وړاندې کړی دی .

دلبنان ولسمشر میشل عون  پرون په یولړ څرګندونو:ې   د قدس په باب د امریکا دولسمشر ډونالډ ترمپ   دوروستۍ فیصلې په ضد دملګروملتو   دعمومی اسمبلۍ پریکړه لیک د حق  بریالیتوب وبالۀ .

 ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی ، دلبنان ولسمشرووئیل  له قدس څخه په ملاتړ کې دعمومی اسمبلۍ  پریکړه لیک   دقدس د هغه  هویّت او   نفوسی ترکیب    له بدلیدا سره د پریکنده مخالفت  ښودنه وه  چې  تل  ئې  دتاریخ په اوږدو کې  د آسمانی دینونو د ځانګو په توګه  ئې نندارې ته وړاندې کړی دی .

 دلبنان ولسمشر ټینګار کړی ،  له  امریکا اوسرائیلو پرته ،  اوه نور غړی هیوادونه  چې  دعمومی اسمبلۍ  پریکړه لیک ته ئې  منفی رائې ورکړی ، د جیوپولیټیک  له پلوه  اغیزشیندونکی نه دی او  د دغه ستر بری په وړاندې  خنډ نشی جوړولی  او ۳۵هغه هیوادونه چې  سپینې رائ ئې ورکړی ،  دډونالډ ټرمپ له  باطلې فیصلې سره ئې ملګرتیا نه ده کړې ، خو  حق ئې یوازې پریښودلی دی .

 په عین حال کې د  لبنان د طلب لقاء اسلامی  وحدت  ګوند   له هغو ا سلامی هیوادونو چې   په دغې غونډې کې ئې دفلسطین  پریکړې ته مثبته رای  ورکړې ، په تیره  بیا هغه هیوادونه چې  له صهونیسټ رژیم سره   دسیاسی  ساتازو مبادله  لری ، غوښتی ،  خپل سفیران دې  له نیواکی فلسطینه وباسی.