دملګروملتودعمومی اسمبلۍپریکړه لیک دحق بریالیتوب دی
دلبنان ولسمشرووئیل له قدس څخه په ملاتړ کې دعمومی اسمبلۍ پریکړه لیک دقدس د هغه هویّت او نفوسی ترکیب له بدلیدا سره د پریکنده مخالفت ښودنه وه چې تل ئې دتاریخ په اوږدو کې د آسمانی دینونو د ځانګو په توګه ئې نندارې ته وړاندې کړی دی .
دلبنان ولسمشر میشل عون پرون په یولړ څرګندونو:ې د قدس په باب د امریکا دولسمشر ډونالډ ترمپ دوروستۍ فیصلې په ضد دملګروملتو دعمومی اسمبلۍ پریکړه لیک د حق بریالیتوب وبالۀ .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی ، دلبنان ولسمشرووئیل له قدس څخه په ملاتړ کې دعمومی اسمبلۍ پریکړه لیک دقدس د هغه هویّت او نفوسی ترکیب له بدلیدا سره د پریکنده مخالفت ښودنه وه چې تل ئې دتاریخ په اوږدو کې د آسمانی دینونو د ځانګو په توګه ئې نندارې ته وړاندې کړی دی .
دلبنان ولسمشر ټینګار کړی ، له امریکا اوسرائیلو پرته ، اوه نور غړی هیوادونه چې دعمومی اسمبلۍ پریکړه لیک ته ئې منفی رائې ورکړی ، د جیوپولیټیک له پلوه اغیزشیندونکی نه دی او د دغه ستر بری په وړاندې خنډ نشی جوړولی او ۳۵هغه هیوادونه چې سپینې رائ ئې ورکړی ، دډونالډ ټرمپ له باطلې فیصلې سره ئې ملګرتیا نه ده کړې ، خو حق ئې یوازې پریښودلی دی .
په عین حال کې د لبنان د طلب لقاء اسلامی وحدت ګوند له هغو ا سلامی هیوادونو چې په دغې غونډې کې ئې دفلسطین پریکړې ته مثبته رای ورکړې ، په تیره بیا هغه هیوادونه چې له صهونیسټ رژیم سره دسیاسی ساتازو مبادله لری ، غوښتی ، خپل سفیران دې له نیواکی فلسطینه وباسی.