داسلامی نړۍ اتحاد دامریکائی دسیسو د شنډیدولامل دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i61777-داسلامی_نړۍ_اتحاد_دامریکائی_دسیسو_د_شنډیدولامل_دی
دایران اسلامی جمهوریت دفلسطین له ولس سره دخپل بشپړ پیوستون په اعلانولو سره یو ځل بیا دقدس شریف ا و دفلسطین دنیواک په ختمولو کې دنړیوالې ټولنې په تیره بیا د ملګروملتو پر مهم مسئولیت ټینګار کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 23, 2017 02:41 Asia/Kabul
  • داسلامی نړۍ اتحاد دامریکائی دسیسو د شنډیدولامل دی

دایران اسلامی جمهوریت دفلسطین له ولس سره دخپل بشپړ پیوستون په اعلانولو سره یو ځل بیا دقدس شریف ا و دفلسطین دنیواک په ختمولو کې دنړیوالې ټولنې په تیره بیا د ملګروملتو پر مهم مسئولیت ټینګار کوی .

 ایرنا خبری آژانس راپورورکړی   دهندوستان په حیدر آباد کې د  ایران د اسلامی جمهوریت   سرکنسول  محمد حق بین  قمی   په یولړ څرګندونو کې  دې ته په اشارې سره چې  اسلامی هیوادونه  قدس شریف ته د امریکا د سفارت  دمنتقلولو په باب د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ  فیصله  محکوم کوی ، زیاته کړې ، اسلامی نړۍ  به د اتحاد اوپیوستون په  ساتنې سره ،   امریکا او صهونیسټ رژیم ته  دقدس شریف د غصبولو  اجازت ورنکړی .

 حق بین  ددې خبرې په کولو سره چې  قدس د مسلمانانو لومړنۍ قبله او  دفلسطین  دټاټوبی نه جلاکیدونکی برخه ده  ،ووئیل ؛   له صهونیسټ رژیمه د امریکا ملاتړونه او  دنړیوالو اورګانونو اوټولنو بې پروائۍ، دفلسطین ولس  تر کلونو کلونو پورې   دخپلو روا اوحقه غوښتنو   له پوره کیدا محروم  کړی دی .

 دهند په حیدر آباد کې دایران سرکنسول  ددې خبرې په کولو سره چې  دقدس په باب   دامریکا وروستۍ لمسونکی فیصله به   د دغې سیمې  له سولې اوثبات سره هیڅ ډول مرسته ونه کړی ،دامریکا دغه کم عقله فیصله به  په سیمې کې د  تاؤتریخجنو چلندونو د لازیاتیدا لامل شی .

 محمد حق بین   د صهونیست رژیم  دپلازمینې په توګه دقدس ښار دپه رسمیّت پیژندې  کې دامریکا سپیر اقدام  دنړیوالو پریکړه لیکونو خلاف ورزی وبلله او  زیاته ئې کړه ،  دایران اسلامی جمهوریت  دفلسطین له ولس سره   دخپل بشپړ پیوستون په  اعلانولو سره یو ځل بیا  دقدس شریف ا و دفلسطین  دنیواک  په ختمولو کې  دنړیوالې ټولنې په تیره بیا د    ملګروملتو   پر مهم مسئولیت ټینګار  کوی .