فلسطین هماغه راز داسلامی نړۍ لومړنۍ موضوع ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i62015-فلسطین_هماغه_راز_داسلامی_نړۍ_لومړنۍ_موضوع_ده
دنیواکی قدس د وضعیّت له بدلولو سره په مخالفت کې د ملګروملتو په عمومی اسمبلۍ کې د نړۍ دزیاتره هیوادونو مثبتې رائ ، دنړۍ د عمومی افکارو د هغې ویښتیا او خبریدا ښودنه کوی ، چې له ټولو ګواښونو او تمو سره سره نندارې ته وړاندې شوی ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 26, 2017 11:18 Asia/Kabul
  • فلسطین هماغه راز داسلامی نړۍ لومړنۍ موضوع ده

دنیواکی قدس د وضعیّت له بدلولو سره په مخالفت کې د ملګروملتو په عمومی اسمبلۍ کې د نړۍ دزیاتره هیوادونو مثبتې رائ ، دنړۍ د عمومی افکارو د هغې ویښتیا او خبریدا ښودنه کوی ، چې له ټولو ګواښونو او تمو سره سره نندارې ته وړاندې شوی ده .

مهر خبری آژانس راپورورکړ  په نړیوالو چارو کې د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود  سلاکار  او اسلامی ویښتیا د نړیوالې ټولنې منشی  علی اکبر ولایتی  نن  په خبری ناستې کې  ووئیل    دصهونیست رژیم دپلازمینې  په توګه د قدس  دپه رسمیّت پیژندنې او   بیت المقدس ته د امریکا دسفارت  په منتقلولو کې  د  دغه هیواد وروستی اقدام ښودلې ، درسته نړۍ په تیره بیا مسلمانان  دغې موضوع ته تر ډ یره حده حساس دی .

  هغه زیاته کړې ،دنیواکی قدس د وضعیّت  له بدلولو سره  په مخالفت کې د  ملګروملتو  په عمومی اسمبلۍ کې   د نړۍ دزیاتره هیوادونو   مثبتې رائ ، دنړۍ د عمومی افکارو   د هغې ویښتیا او خبریدا  ښودنه کوی ، چې  له ټولو ګواښونو او تمو سره سره  نندارې ته وړاندې شوی  ده .

  داسلامی ویښتیا دنړیوالې ټولنې منشی  وئیلی دی ،   په امنیت شورا کې  امریکا ،حتی  داسرائیلو دپلازمینې   دبدلولو لپاره  یوه موافقه  رائ   هم نه درلوده  او دا   په ملګروملتو کې د امریکا د حکومت دنفوذ  دکمیدا په نسبت  پخپله   دامریکایانو دنیوکو لامل شوې ده  .