قدس دفلسطین همیشنۍ پلازمینه ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i62061-قدس_دفلسطین_همیشنۍ_پلازمینه_ده
د لبنان په پارلیمان کې د حزب ا... ولسی مبارز غورځنګ دفریکشن مشر ټینګار کړی ، له ټولو فلسطینینو مبارزو ډلو سره په غږملتیا اوتفاهم سره باید له بحره تر نهر پورې دفلسطین د آزادولو لپاره هڅه وکړو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 27, 2017 03:01 Asia/Kabul
  •   قدس  دفلسطین همیشنۍ پلازمینه ده

د لبنان په پارلیمان کې د حزب ا... ولسی مبارز غورځنګ دفریکشن مشر ټینګار کړی ، له ټولو فلسطینینو مبارزو ډلو سره په غږملتیا اوتفاهم سره باید له بحره تر نهر پورې دفلسطین د آزادولو لپاره هڅه وکړو .

دلبنان العهد انټرنیټی سایټ  راپورورکړ  دلبنان په پارلیمان کې د اسلامی مقاومت  فریکشن  مشر شیخ محمد رعد  وئیلی ،  تر څو چې د قدس په ضد ددسیسه ګرو دسیسې  کیږی ،  مقاومت  هم دوام لری او قدس  هم  د فلسطین  تل ترتله  اوهمیشنۍ پلازمینه   ده .

  شیخ رعد  چې   دلبنان په نبطیه  ښار کې ئې د  فلسطین د ابدی پلازمینې   قدس  سمپوزیّم   په پرانیستونکو دستورو کې وینا کوله زیاته کړې ،  مونږ  پر صهونیسټانو بریالی شوو او  خپلو بریالیتوبونو ته به  دوام ورکړو او تاریخ  به هم دا خبره ولیکی ، ځکه  د ناکامیو  پړاؤ  تیر شوی دی او  او دبریاؤ اوبریالیتوبونو  پړاؤ رارسیدلی دی . 

 د لبنان په پارلیمان کې د حزب  ا... ولسی  مبارز غورځنګ  دفریکشن  مشر  ټینګار کړی ،  له ټولو فلسطینینو مبارزو ډلو  سره  په غږملتیا اوتفاهم سره  باید له بحره تر نهر پورې   دفلسطین د آزادولو لپاره هڅه وکړو .

 همداراز  زمونږخبریال  هم راپور راکړی   دفلسطین د فتح غورځنګ  یو مسئول مقام  عزام الاحمد  وئیلی دی و دفلسطین آزادۍ جبهه به  پخپلې راتلونکی غونډې کې  د سازباز دبهیر په باب  دبشپړ بیا کتنې  په باب  فیصله وکړی . هغه وئیلی دی ، اوس وخت رارسیدلی ،څو  دنړیوالو پریکړه لیکونو  لپاره  شجاعانه ګامونه پورته شی .