دقدس په باب دټرمپ ناسنجولی اقدام نړۍیوځل بیافلسطین ته متوجه کړې
قدس ښار چې د مسلمانانو لومړنۍ قبلې الاقصی جومات پکې واقع دی ، دفلسطین یوه نه جلاکیدونکی او د درو سپیڅلو اسلامی ځایونو کې یو خورامهم ځای شمیرل کیږی . دغه سپیڅلی ښار په مسلمانانو کې له ډیر ځانګړی اهمیّته برخمن دی . بیت المقدس له ۱۹۶۷کال راهسې د وحشی صهونیسټی رژیم په نیواک کې دی .
زمونږخبریال راپور راکړ په نړیوالو چارو کې د ایران د اسلامی شورا دمشر ځانګړی سلاکار نن په تهران کې د فلسطین له سفیر صلاح الزواوی سره په کتنې کې په دې په ټینګار سره چې قدس شریف د فلسطین د ټاټوبی یو نه جلاکیدونکی برخه ده ،ووئیل ؛ دقدس شریف په باب د امریکا د ولسمشر ناسنجولی اقدام یو ځل بیا نړۍ دفلسطین موضوع ته متوجه کړې ده .
هغه دغه راز زیاته کړې ، ډونالډ ټرمپ باید له خپل دریځه شاتګ وکړی .
صلاح الزواوی هم په دغې کتنې کې له فلسطینه د اسلامی ایران داغیزمنو ملاتړونو په قدرونې سره روښانه کړې ،د دختیخی قدس په پلازمینې په غزې تړانګې او د اردن سین په لویدیځی غاړې کې د فلسطینی هیواد جوړیدا یوازې یو خیال او پوره کیدا ئې ناممکنه ده . هغه دې ته په اشارې سره چې ټرمپ د صهونیسټی رژیم د غوښتنو اوارادې یوازینی مجری دی ، په اسلامی نړۍ کې ئې دوحدت او یووالی د ساتنې په ضرورت ټ ینګار وکړ .