دقدس په باب دټرمپ ناسنجولی اقدام نړۍیوځل بیافلسطین ته متوجه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i62185-دقدس_په_باب_دټرمپ_ناسنجولی_اقدام_نړۍیوځل_بیافلسطین_ته_متوجه_کړې
قدس ښار چې د مسلمانانو لومړنۍ قبلې الاقصی جومات پکې واقع دی ، دفلسطین یوه نه جلاکیدونکی او د درو سپیڅلو اسلامی ځایونو کې یو خورامهم ځای شمیرل کیږی . دغه سپیڅلی ښار په مسلمانانو کې له ډیر ځانګړی اهمیّته برخمن دی . بیت المقدس له ۱۹۶۷کال راهسې د وحشی صهونیسټی رژیم په نیواک کې دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 28, 2017 15:08 Asia/Kabul
  • دقدس په باب دټرمپ ناسنجولی اقدام نړۍیوځل بیافلسطین ته متوجه کړې

قدس ښار چې د مسلمانانو لومړنۍ قبلې الاقصی جومات پکې واقع دی ، دفلسطین یوه نه جلاکیدونکی او د درو سپیڅلو اسلامی ځایونو کې یو خورامهم ځای شمیرل کیږی . دغه سپیڅلی ښار په مسلمانانو کې له ډیر ځانګړی اهمیّته برخمن دی . بیت المقدس له ۱۹۶۷کال راهسې د وحشی صهونیسټی رژیم په نیواک کې دی .

زمونږخبریال راپور راکړ  په نړیوالو چارو کې د ایران  د اسلامی شورا دمشر ځانګړی سلاکار  نن  په تهران کې د فلسطین  له سفیر  صلاح الزواوی سره په کتنې کې  په دې په ټینګار سره  چې  قدس شریف  د فلسطین د  ټاټوبی یو نه جلاکیدونکی برخه ده ،ووئیل ؛  دقدس شریف په باب د امریکا د ولسمشر ناسنجولی اقدام  یو ځل بیا نړۍ  دفلسطین موضوع ته متوجه کړې ده .

 هغه   دغه راز زیاته کړې ، ډونالډ ټرمپ باید  له خپل دریځه شاتګ وکړی .

 صلاح الزواوی  هم په دغې کتنې کې   له فلسطینه  د  اسلامی ایران  داغیزمنو ملاتړونو  په قدرونې  سره  روښانه کړې ،د  دختیخی قدس  په پلازمینې   په غزې  تړانګې او د اردن سین په لویدیځی  غاړې کې د فلسطینی هیواد جوړیدا  یوازې  یو خیال او  پوره کیدا ئې  ناممکنه ده  .  هغه دې ته په اشارې سره   چې  ټرمپ   د  صهونیسټی رژیم  د غوښتنو اوارادې  یوازینی  مجری دی ، په اسلامی نړۍ کې ئې  دوحدت او یووالی  د ساتنې په ضرورت ټ ینګار وکړ .