صهونیستی پوځیان دفلسطینیانوپه ضدزهرجن ګیس استعمالوی
دامریکا د دغه پوهنتون وروستی راپور د : اسرائیلی پوځیان او اوښلن ګیسو څخه افراطی استفادې : په عنوان سره خپور شوی او پکې لیکل شوی دی ، د دغو ګیسو استفادې د اردن سین په لویدیځی غاړې کې دبیت الحم په شمال کې په العایده کیمپ کې د فلسطنیانو کړاؤنه نور هم زیات کړی دی .
المینار ټیلیویژنی چینل راپور ورکړی ، دامریکا دکلیفورنیاپوهنتون د فلسطین د اردن سین په لویدیځی غاړې کې په العایده کیمپ کې دفلسطینیانو په ضد د صهونیسټی عسکرو په لاس په پراخه سویه اوښلن ګیسو دکارولو په باب یو بشپړ راپور خپور کړی دی .
دامریکا د دغه پوهنتون وروستی راپور د : اسرائیلی پوځیان او اوښلن ګیسو څخه افراطی استفادې : په عنوان سره خپور شوی او پکې لیکل شوی دی ، د دغو ګیسو استفادې د اردن سین په لویدیځی غاړې کې دبیت الحم په شمال کې په العایده کیمپ کې د فلسطنیانو کړاؤنه نور هم زیات کړی دی .
دغه راپور ، دکلیفورنیا پوهنتون دبشری حقوقو مرکز خپور کړی دی .
په دغه راپور کې دالعایده په واټونو اوکوڅو کې پر ماشومانو دصهونیسټی پوځیانو د حملو د صحنو تصویرونه په داسې حال کې چې له سمی ګیسو استفاده کوی خپره شوی دی .
په العایده کیمپ کې له یوکلومیټر هم په کمې محدودې کې څه دپاسه شپږ زره کسان ژوند کوی چې دا موضع لامل شوی د دغه راپور په اساس په نړۍ کې خورا تر ټولو ګڼه ګوڼه برخه وبلل شی . په دغه راپور کې همداراز وئیل شوی دی ، په دغه کیمپ کې د امن یوه برخه هم نشته او باید په دغې ګڼې ګوڼې واړې برخې کې دې له اوښلن ګیسه استفاده سملاسی بنده شی .
دغه راپور په داسې شرائطو کې خپریږی چې دامریکا حکومت تل دصهونیسټ وحشی رژیم ملاتړ کوی او په نړیوالو ټولنو او اورګانونو کې دفلسطنیانو په ضد د صهونیسټانو دجنایتونو په دوسیو دغور کونې مخه نیسی .