صهونیستی پوځیان دفلسطینیانوپه ضدزهرجن ګیس استعمالوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i62191-صهونیستی_پوځیان_دفلسطینیانوپه_ضدزهرجن_ګیس_استعمالوی
دامریکا د دغه پوهنتون وروستی راپور د : اسرائیلی پوځیان او اوښلن ګیسو څخه افراطی استفادې : په عنوان سره خپور شوی او پکې لیکل شوی دی ، د دغو ګیسو استفادې د اردن سین په لویدیځی غاړې کې دبیت الحم په شمال کې په العایده کیمپ کې د فلسطنیانو کړاؤنه نور هم زیات کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 28, 2017 16:36 Asia/Kabul
  • صهونیستی پوځیان دفلسطینیانوپه ضدزهرجن ګیس استعمالوی

دامریکا د دغه پوهنتون وروستی راپور د : اسرائیلی پوځیان او اوښلن ګیسو څخه افراطی استفادې : په عنوان سره خپور شوی او پکې لیکل شوی دی ، د دغو ګیسو استفادې د اردن سین په لویدیځی غاړې کې دبیت الحم په شمال کې په العایده کیمپ کې د فلسطنیانو کړاؤنه نور هم زیات کړی دی .

 المینار ټیلیویژنی چینل راپور ورکړی ، دامریکا دکلیفورنیاپوهنتون   د فلسطین د  اردن سین په لویدیځی غاړې کې  په العایده کیمپ کې  دفلسطینیانو په ضد د صهونیسټی عسکرو  په لاس په پراخه سویه   اوښلن  ګیسو  دکارولو په باب  یو بشپړ راپور خپور کړی دی .

   دامریکا د دغه پوهنتون    وروستی  راپور  د :  اسرائیلی پوځیان او  اوښلن ګیسو څخه  افراطی استفادې :  په عنوان سره   خپور شوی  او پکې لیکل شوی دی ، د دغو ګیسو استفادې  د   اردن سین په لویدیځی غاړې کې  دبیت الحم په شمال کې  په العایده کیمپ کې د فلسطنیانو کړاؤنه  نور هم زیات کړی دی .

   دغه راپور ، دکلیفورنیا  پوهنتون  دبشری حقوقو مرکز خپور کړی دی .

 په دغه راپور کې    دالعایده   په واټونو اوکوڅو کې   پر ماشومانو دصهونیسټی پوځیانو د حملو د صحنو تصویرونه  په داسې حال کې  چې  له سمی ګیسو استفاده   کوی  خپره شوی دی .

  په العایده کیمپ کې   له یوکلومیټر هم په کمې محدودې کې   څه دپاسه شپږ زره کسان ژوند کوی چې  دا موضع  لامل شوی  د دغه راپور په اساس   په نړۍ کې  خورا تر ټولو ګڼه ګوڼه برخه  وبلل شی . په دغه راپور کې همداراز وئیل شوی دی ، په دغه کیمپ کې  د  امن یوه برخه هم نشته  او  باید  په دغې ګڼې ګوڼې  واړې برخې کې دې  له اوښلن ګیسه استفاده سملاسی  بنده شی .

دغه راپور په داسې شرائطو کې خپریږی  چې  دامریکا حکومت تل  دصهونیسټ وحشی رژیم ملاتړ  کوی  او  په نړیوالو ټولنو او اورګانونو کې  دفلسطنیانو په ضد د صهونیسټانو دجنایتونو  په دوسیو دغور  کونې مخه نیسی .