دسورئې پوځ په ادلب کې په لسګونوتکفیری هرهه ګرهلاک کړی دی
جیش الاسلام ترهه ګرې ډلې جنایتکارو همدااوس په سلګونوعام سوریاوال برمته کړی دی او دانسانی ډال په توګه ترې استفادې کوی .
فارس خبری آژانس راپورورکړ د سورئې دنظام له مخالفانو سره اړونده د بشری حقوقو دفاعی ادارې بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، د دغه هیواد دپوځ په وروستیو عملیاتو کې چې د سورئې په شمال لویدیځ ادلب او په لویدیځ حماه ولایتونو کې ئې ترسره کړی دی ، د النصره جبهې او له هغو سره د اړونده نورو ډلګیو کابو ۵۷ کسان هلاک شوی دی .
النصره جبهې تیره کال په نړیوالو دباؤنو او دترهه ګرو له تور لیسټه د دنامې د ویستلولپاره خپله نامه د فتح الشام په جبهې او وروسته ئې هم له نورو ترهه ګروډلګیوسره له یوځای کیداوروسته یوځل بیاخپله نامه په تحریرالشام ډلې بدله کړه .
له سورئې یو بل خبر دا چې جیش الاسلام ډلې چې دعملیاتو لومړنی مرکز ئې دمشق او په تیره بیا دوما اوشرقی غوطه سیمه وه ، پرون ئې د د غه هیواد د لمسشر بشار ا سد دحکومت ملاتړی هغه ۸۶ عام کسان چې د یوه انسانی ډال په توګه ئې ترې استفاده کوله خوشی کړی او د دغه هیواد د سرې میاشتې ټولنې ته ئې چې د ختیځې غوطه سیمې د ډیرو ناروغانو د درملنې لپاره لاس په کار شوی وه ، سپارلی دی .
جیش الاسلام ترهه ګرې ډلې جنایتکارو همدااوس په سلګونوعام سوریاوال برمته کړی دی او دانسانی ډال په توګه ترې استفادې کوی .