سعودی جنګی الوتکو بیا په لسګونو یمنیان قتل عام کړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i62311-سعودی_جنګی_الوتکو_بیا_په_لسګونو_یمنیان_قتل_عام_کړل
د یمن په الحدیده باندې د سعودی جنګی الوتکو په حمله کښې دېرش بې ګناه یمنیان قتل عام شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 30, 2017 16:32 Asia/Kabul
  • سعودی جنګی الوتکو بیا په لسګونو یمنیان قتل عام کړل

د یمن په الحدیده باندې د سعودی جنګی الوتکو په حمله کښې دېرش بې ګناه یمنیان قتل عام شول.

د المنار د نننی رپوټ له مخې د سعودی جنګی الوتکو د یمن د الحدیده صوبې په الجراحی ښار باندې په بمبارۍ سره یو شمېر نور عامه خلق ژوبل هم کړل.

د یمن روغتونی سرچینو وویل، د یو شمېر ژوبلو حالت سخت بیان شوے دے چې د سرتاوانونو د شمېر د زیاتېدو امکان موجود دے.

نن سحر هم د سعودی تیری ګر ائتلاف جنګی الوتکو د همدغې صوبې په الخوخه سیمه باندې حمله وکړه چې لس ښځې پکښې ووژلې شوې.

سعودی عرب د امریکې، اماراتو او ځینو نورو هیوادونو په ملاتړ سره د ۲۰۱۵ کال له مارچ میاشتې راهسې په یمن حملې شروع کړې او ورسره یې دغه هیواد د ځمکې، سمندر او هوا له لارې بیخی کلابند کړی دی او د عربستان په بریدونو کښې تراوسه په یمن کښې لسګونه زره کسان وژل شوی او زخمی شوی دی او میلیونونه نور کډه په سر شوی دی.