حزب ا...دفلسطین دمبارزوډلو ددریځونوبشبړملاتړته دوام ورکوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i62905-حزب_ا...دفلسطین_دمبارزوډلو_ددریځونوبشبړملاتړته_دوام_ورکوی
دلبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشی اسلامی او عربی هیوادونو اوملتونو دهغو ټولو هلو ځلو چې له نیواکګرو سره په مقابلې کې دفلسطین ملاتړ کوی هرکلی کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 07, 2018 15:41 Asia/Kabul
  • حزب ا...دفلسطین دمبارزوډلو ددریځونوبشبړملاتړته دوام  ورکوی

دلبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشی اسلامی او عربی هیوادونو اوملتونو دهغو ټولو هلو ځلو چې له نیواکګرو سره په مقابلې کې دفلسطین ملاتړ کوی هرکلی کړی دی .

فارس خبری آژانس راپورورکړ  د فلسطین دفتح  غورخنګ دمکرزی کمیتې یوه مسئول مقام  عزام الاحمد  دفرانسې له مونټ کارلو ریډیو سره  په خبرو کې وئیلی دی ،  دلبنان   دحزب ا ...ولسی غورځنګ  له عمومی منشی  سید حسن نصر ا... سره  ئې لیده کاته کړی ، چې هغه هم   د  فتح غورځنګ  او  د ولسی مبارزې پر ملاتړ ټینګار کړی او  د فلسطینیو دریځونو څخه ئې  چې  له یوه بل سره موافقه کړې ،  هم قدرونه اوستاینه کړې ده .

 هغه وئیلی  دلبنان دحزب  ا... ولسی غورځنګ عمومی منشی   اسلامی او عربی  هیوادونو اوملتونو  دهغو ټولو هلو ځلو چې  له نیواکګرو سره   په مقابلې کې  دفلسطین ملاتړ کوی هرکلی  کړی  دی .

 له دې مخکې هم  عزام الاحمد   له الیوم السباع   خبری سایټ  سره  په خصوصی خبرو  کې وئیلی وو چې  دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ  اوس  دفلسطین ملی حکومت  دمالی مرستو  په غوڅولو ګواښلی دی ، خو  باید پوه دې شی ، چې  د نړۍ درستې شتمنۍ  هم  مونږ  دمبارزې  له دریځه  مخ اړولو ته نشی  اړ کولی .