اسلامی نړۍ په ۲۰۱۷ کال کښې (دویمه برخه)
په تېر مطلب کښې مو د اسلامی نړۍ څو بحرانونو په تېره بیا په عراق او سوریې کښې د داعش د فتنې د ماتې په اړه لیکنه وکړه.
د دغې تکفیری ډلې تش په نامه حکومت نسکورېدل د هغې د ملاتړو په تېره بیا د آل سعود رژیم د ناکامۍ په څېر وو.البته آل سعود یوازې د عراق او سوریې په بحران کښې له ماتې سره مخامخ نه شو بلکه په یمن باندې په حمله کښې هم ناکامه پاتے شو. سعودی فوځ د ۲۰۱۵ کال په مارچ کښې په یمن باندې پراخه یرغل شروع کړ او ورسره یې په یو وخت دغه هېواد د سمندر له لارې هم محاصره کړ. البته څو عربی هېوادونه هم په ظاهر کښې له آل سعودسره ملګرتیا کوی چې له هغو څخه یوازې متحده عرب امارات فعال دے. په یمن باندې د سعودی په هوائی حملو کښې تر اوسه په لسګوو زره ښځې، سړی او ماشومان وژل شوی یا ژوبل شوی دی.
له بلې خوا د سعودی د خاورې په دننه کښې په فوځی او اقتصادی مراکزو باندې د یمن د فوځ او انصار ا... ولسی ځواکونو توغنده ای حملو سعودیان اندېښمن کړی او بې وسه کړی دی. همدارنګ د دسمبر په څلورمه نېټه د پخوانی ولسمشر او د یمن د مقاومت په محاذ کښې د سعودی تر ټولو وروستۍ نفوذی مهرې وژلې هغوی له مخکې نه زیات مایوس کړل. په دا ډول آل سعود د یمن د فوځ او ولسی ځواکونو د مقاومت په وړاندې ناکامه پاتې شول او د دغه جنګ په ستومانونکی کېدو سره یې دغه وابسته خاندان په ژوره جبه کښې ننباسلے دے.
د سعودی بېړیو لخوا د یمن سمندری محاصره د دې سبب شوې ده چې د دغه هېواد خلق د خوړو او درملو له حاصلولو بې برخې شی او په دغه هېواد کښې د وبا په شان مختلفې بیمارۍ خورې شی. د لوږې، بیمارۍ او جنګ په وجه د یمن د خلقو افسوسناک حالت د دې سبب شوے دے چې نړیوالې ادارې په ۲۰۱۷ کال کښې د یمنیانو له قتل عام څخه د مخنیوی لپاره لا زیاتې هلې ځلې شروع کړی. د تېر ستمبر به شپږمه نېټه ملګرو ملتو سعودی د ماشومانو د حقوقو د خلاف ورزی کونکو په لېسټ کښې شامل کړ او اعلان یې وکړ چې له هرو لسو یمنی ماشومانو څخه اته تنه د ناوړو خوړو په وجه رنځیږی. روغتونونه هم د بیمارانو د شمېر د زیاتوالی او د درملو او روغتیائی سامانونو د سخت کمښت په وجه د یمن رنځېدلو خلقو ته د خدماتو د وړاندې کولو وس نه لری. خو سعودی رژیم هم هغه شان یمن ته د ملګرو ملتو د خوراکی او درملیزو مرستو له لېږلو څخه مخنیوے کوی. سیاسی شناندی د یمن له خلقو سره د سعودیانو دغه غېر انسانی چلند د فوځی جګړې په محاذونو کښې د هغوی د پاتې راتلو په وجه بولی چې هر هغه څه چې تېریږی آل سعود لا زیات رسوا او لا زیات ګوښې ته کوی.
البته د سعودیانو د مداخلت ډګر په سوریې، عراق او یمن پورې نه محدودیږی. هغوی په ۲۰۱۱ کال کښې د آل خلیفه د استبداد په خلاف د بحرین د خلقو د پاڅون د شروع کېدو له وخت نه تر اوسه په مستقیمه او غېر مستقیمه توګه د بحرین د خلقو په ځپلو کښې رول لرلے دے. د بحرېن حکومت په عملی توګه د آل سعود د سیاستونو مطیع دے او له همدې امله یې تر اوسه د آزادۍ او سیاسی اصلاحاتو لپاره د بحرین د خلقو غوښتنې نه دی منلې. په تېر کال کښې د بحرین د خلقو د پاڅون له دوام سره سره د هغوی ځپلو، نیولو او وژلو هم دوام وموند. له بلې خوا د بحرین یوې فرمائشی محکمې د ۲۰۱۷ کال د مۍ په ۲۱ نېټه د بحرین د خلقو د پاڅون رهبر آیت ا... شېخ عیسی قاسم د مالی فساد په چټی تور سره په یو کال قېد او د اموالو په مصادره کولو محکوم کړ او دوه ورځې پس د ال خلیفه رژیم مامورانو د شیخ عیسی قاسم په کور باندې په یرغل سره د دوو تنو له شهیدولو او له دوو سوو نه د زیاتو له زخمی کولو وروسته هغه ونیوۀ. د بحرین دغه نامتو دینی عالم هم دا اوس په کور کښې نظر بند دے او بدنی حالت یې ډېر سخت بیان شوے دے.
د سعودی حکومت له نورو جنجال راپاروونکو اقداماتو څخه د ۲۰۱۷ کال د جون په پینځه نېټه له مصر، اماراتو او بحرین سره په یو ځاے له قطر سره د تعلق پرې کول وو. د دغې ناڅاپه فېصلې دلائل له ترهه ګرۍ څخه د قطر د ملاتړ ادعا، له ترکیې او ایران سره د قطر دوستانه تعلقات او د فلسطین د خلقو د نمائنده په توګه د حماس په رسمیت پېژندل وبلل شول. په داسې حال کښې چې آل سعود رژیم خپله د اکثرو ترهه ګرو- تکفیری ډلو له اصلی ملاتړوڅخه ګڼل کیږی. هغه حکومتونه چې له قطر سره یې تعلق پرې کړ او د دغه هېواد مخې ته یې خپلې زمکنۍ، سمندری او هوائی لارې وتړلې، له دوحې سره د خپلو تعلقاتو د عادی کولو لپاره یې دیارلس مداخلت کونکی شرطونه وړاندې کړل چې قطر هغه ونه منل. په داسې حال کښې چې سعودیانو امید لرۀ چې قطر به ډېر زر د هغوی غوښتنو ته غاړه کیږدی، دغو غوښتنو ته چې یې د واکمنۍ خلاف ورزی ګڼل کیږی د دوحې غاړه نه اېښودل د سعودی په بهرنی سیاست کښې په یوې بلې غوټې بدل شوی دی.
په دې مېنځومان کښې د سعودی کورنے حالت هم متزلزل دے. د سعودی ۳۲ کلن شاهزاده محمد بن سلمان چې د پلار ملک سلمان په مهربانۍ سره د دفاع په وزارت ګمارلے شوے ؤ د ۲۰۱۷ کال د جون په ۲۱ نېټه د ولیعهدۍ مقام ته ورسېد. هغه په خپل مقام غوښتونکی بهرنی سیاست کښې په سوریې ، عراق، یمن او قطر کښې له ناکامۍ سره مخامخ شو، خو په سعودی کښې دننه د اقتصادی او سیاسی اصلاحاتو ادعا کوی. محمد بن سلمان د تېر نومبر له څلورمې نېټې څخه ګڼ شمېر سعودی شاهزادګان چې پکښې لوړ رتبه چارواکی هم لیدل کېدل د مالی فساد په تور ونیول او د هغوی د ازادولو شرط یې د هغوی له سرمایو څخه د زیاتې برخې ادا کول وګرځول. په ظاهره محمد بن سلمان په دې عجیبه اقدام سره له یوې خوا غواړی خپل پوزیشن مضبوط کړی او له بلې خوا په مختلفو هېوادونو کښې د مداخلت د لګښت په وجه د حکومت د بودجې کمښت پوره کړی. دا په داسې حال کښې دی چې څوک د بن سلمان او د هغه د پلار د زیاتو پانګو او سرمایو په اړه خبره نه شی کولې.
سعودی حکومت تېر کال د سعودی عرب د شیعه مسلمانانو ځپنه سخته کړه. په لسګونو خلق ووژل شول او په زرګونو کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبورې شوې. آل سعود د یو تجارتی کمپلېکس د جوړولو په بهانه یې د عوامیه ښار ګڼ شمېر پخوانی کورونه چې د لرغونو اثاروبرخه ګڼل کېږی ویجاړ کړل او په هغو کښې مېشته شیعه یې په جبر سره کډه په سر کولو ته مجبور کړل.
د فلسطین مسئله د اسلامی نړۍ د پخوانی زخم په توګه په ۲۰۱۷ کال کښې له یو لړ لوړو ژورو سره مخامخه وه. په دغه کال کښې له صهیونېسټ رژیم سره د ځینو عربو هېوادونو تعلقات په ډاګه شول. سعودی حکومت چې تل به یې ځان د فلسطینیانو ملاتړے ښودۀ نوره نو له دغه رژیم سره خپله ملګرتیا نه پټوی. یو بحرینی نمائنده پلاوی چې په ظاهره غېر سرکاری ؤ نیواکی فلسطین ته سفر وکړ. البته منامه کلونه وشول له تل ابیب سره پټ او څرګند تعلق لری.
له بلې خوا په تېر کال کښې فلسطینی ډلو د متحده محاذ جوړولو لپاره یو لړ ګامونه پورته کړل. د فلسطین کورواکو تشکیلاتو ته د غزې د چارو د چلولو د سپارلو لپاره د حماس له فېصلې وروسته دواړو خواو د تېر کال د اکتوبر په دولسمه نېټه د ملی وحدت د حکومت د تشکیلولو معاهده لاسلیک کړه. البته دغه معاهده د صهیونېسټ رژیم د ناراضګۍ سبب شوه او د دغه رژیم کابینې د تش په نامه صلحې د خبرو اترو د دوام لپاره یو لړ شرطونه اعلان کړل چې د صهیونېسټ رژیم په رسمیت پېژندل او د حماس لخوا د مقاومت ختمول له هغو څخه وو.
د فلسطین په اړه ډېرمهم بدلون د ۲۰۱۷ کال په وروستیو کښې یعنې د دسمبر په شپږمه نېټه رامنځته شو. په دغه ورځ د امریکې جنجالی ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې بیت المقدس د صهیونېسټ رژیم د پائېتخت په توګه پېژنی او د امریکې سفارت به دغه ښار ته منتقل کړی. دغې فېصلې د مسلمانانو قهر راوپاروۀ او حتی د واشنګټن اروپائی انډیوالانو هم ورسره مخالفت وکړ. په ملګرو ملتو کښې له دې وروسته چې قدس شریف ته د امریکې د سفارت د وړلو د محکومیت پرېکړلیک د دغه هېواد لخوا وېټو شو، عمومی اسمبلۍ په ۱۲۸ موافقو رایو او یوازې ۱۱ مخالفو رایو سره دغه اقدام وغندۀ. همدارنګ په ترکیې کښې د اسلامی تعاون د تنظیم سرمشریزې غونډې د ټرمپ له فېصلې سره د مخالفت ترڅنګه بیت المقدس د فلسطین پائېتخت وبلۀ.
له بلې خوا فلسطینیانو د صهیونېسټ رژیم د پائېتخت په توګه د قدس په رسمیت پېژندلو کښې د امریکې د ولسمشر په ګستاخۍ، په مسجدالاقصی باندې د دغه رژیم په تېریو او د ښارګی جوړونې په دوام باندې په اعتراض کښې دریمه انتفاضه چې د اکتوبر له وړومبیو وختونو څخه یې شروع کړې وه لا سخته کړه. په دغه ولسی پاڅون کښې تر اوسه له دوو سوو نه زیات کسان شهیدان او په زرګونو نور ژوبل شوی دی.
د اسلامی نړۍ یو بل افسوسناک بحران په تېر کال کښې په میانمار کښې رامنځته شو. د میانمار د مسلمانو قتل عام چې د ۲۰۱۲کال څخه شروع شوے او په تېر کال کښې یې هم نړیوالو اعتراضاتو باوجود دوام پېدا کړ. تندلارو بودائیانو د فوځ په ملګرتیا او د میانمار د حکومت په مثبت نظر سره د دغه هېواد د مسلمانانو قتل عام شروع کړ او تر اوسه یې په زرګونو مسلمانان قتل عام کړی او د هغوی کورونه یې په اور کښې سوزولی دی او تقریباً شپږ لکه شل زره میانماری مسلمانان هم کډه په سر شوی دی. د میانمار د مسلمانانو د قتل عام فېلمونه او تصویرونه، بوږنونکی، غمیزناک او په راخین صوبه کښې د هغوی د سختو حالاتوښودنه کوی. د میانمار د حکومت صلاح کارې مېرمن آنګ سانګ سوچی چې د صلحې نوبل انعام یې هم ګټلے دے مودې مودې د دغې نسل وژنې په وړاندې خاموشی اختیار کړې وه او اوس هم کوشش کوی چې هغه محدوده او جزئی وښئ. د میانمار حکومت حتی د ملګرو ملتو رپورټر ته هم بحران ځپلو سیمو ته د سفر اجازه نه ورکوی چې دا موضوع د مسلمانانو د سختو حالاتو بیانونکې ده.
د اسلامی نړۍ حالات ښودنه کوی چې د مسلمانانو دښمنان هم هغه شان د ځینو په ظاهره مسلمانو حکومتونو په ملګرتیا سره د اسلامی امت په خلاف په دسیسو بوخت دی. دغه دسیسې په اسلامی نړۍ کښې د تفرقې په حالاتو کښې د اجرا وړ دی، خو د اسلامی امت بېداری، وحدت او مقاومت کولې شی مسلمانان له دښمنانو سره په مقابله کښې بریالی کړی. لکه څنګه چې دغه طریقه د داعش له ترهه ګرې او تکفیری ډلې سره په مقابله او ورته ماتې ورکولو کښې تجربه شوه.
----------