یهودی خاخام: یهود دین د اسرائیلو موجودیت په رسمیت نه پېژنی
یهودی خاخام وویل: یهود دین د فلسطینی ملت په خلاف د صهیونېسټ رژیم له تیریو او جنایتونو څخه مبرا دے او هیڅکله یې قدس د اسرائیلو پائېتخت نه دے منلے.
د فلسطین د اطلاع رسونې د مرکز د رپوټ له مخې یهودی خاخام یسرول ډیویډ ویس نن د مصر له الاحرام ورځپاڼې سره په مرکه کښې تاکید وکړ هغه د قدس په اړه د امریکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فېصلې سره مخالف دے.
خاخام یسرول وویل: د صهیونېسټ رژیم د پائېتخت په توګه د قدس د اعلانولو په اړه د ټرمپ فېصله د فلسطینی ملت په حق کښې ظلم او ستم د ے او یهود دین هیڅکله دا نه منی.
دغه یهودی خاخام واضحه کړه چې یهود دین هیڅکله قدس د اسرائیلو پائېتخت نه دے ګڼلے او تل یې صلحې او روغې جوړې ته دعوت کړے دے. هغه زیاته کړه، یهود دین د صهیونېسټ رژیم له تېریو او جنایتونو د نورو دینونو د حقوقو او نړیوالو قوانینو او معاهدو له خلاف ورزۍ څخه مبرا دے.
دغه صهیونېزم دے چې د اسرائیل خبره کوی او ترې ملاتړ کوی.