ماسکو: په سوریې کښې د تقسیم کوشش د امریکې سټراټیجی ده
د روسیې خارجه وزارت په یوه بیانیه کښې په سوریې کښې د امریکې په سټراټیجۍ باندې په نیوکې سره د دغې سټراټیجۍ مقصد د سوریې تقسیم وبلۀ.
د مجازی رسنیو د اتحادیې د تحلیلی سائیټ د رپوټ له مخې د روسیې خارجه وزارت وویل په سوریې کښې د امریکې د سټراټیجۍ مقصد د دغه هېواد تقسیمول دی.
د روسیې خارجه وزارت پرون وویل چې سوریې ته په سوچی کښې د سوریې د ملی خبرو اترو په کنګره کښې د ګډون لپاره بلنه ورکړې شوې ده.
د روسیې خارجه وزارت همدارنګ وویل چې د ترکیې له خپلو شریکانو سره د کردانو د مسئلې د څېړنې په حال کښې دے.
د سوریې د ملی خبرو اترو کنګره د روسیې په سوچی ښار کښې د جنورۍ ۲۹ او ۳۰ نېټو جوړیږی.
ماسکو وائی د ترکیې او ایران په نیابت د امنیت د شورا د غړیو هېوادونو، امریکې ، برطانیې، فرانسې او جرمنی نمائندګان دغې غونډې ته بللې شوی دی.
خو د سوریې په شمال کښې یو کُرد چارواکی وویل چې په دغه غونډه کښې به ګډون ونکړی او د سوریې د حکومت مخالفینوهم پرون وویل چې لا یې د سوچی په غونډه کښې د شرکت کولو لپاره فېصله نه ده کړې.