امریکا له ترهه ګرۍسره په مبارزې کې سربداله شوې ده
دترکیې حکومت مدعی دی امریکائی عسکر د سورئې کرد مخالفانو په تیره بیا وائی پی جی (YPG) ډلې ته د وسلو په لیږدولو سره په حقیقت کې په سورئې کې ترهه ګرو ډلو ملاتړ او دترکیې په ضد په غیر مستقیم اقدام کوی.
ایرناخبری آژآنس نن له انقرې راپورورکړی، د ترکیې خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي ، امریکا له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په زمینې کې سربداله اولالهانده شوې ده او په همدې دلیل په دې باب د دغه هیواد دلوړپو ړو چارواکو له خوا ګډې وډې خبرې کیږي .
چاووش اوغلو وئيلی دي ، امریکایان له ترهه ګرو ډلو سره دمبارزې په پلمه هیوادونو ته واردیږي، او دغه هیوادونه نیسي، پر دې اساس مونږ ته د انسان دوستۍ درس،او یا د سورئې په عفرین کې له ترهه ګروسره دمبارزې د عملیاتو د دریدا دستور نشي راکولی .
هغه دسورئې دعفرین دپوځي عملیاتو د پاي د وخت په باب هم ټينګار کړی ، دغه عملیات به د عفرین سیمې ددرستو ترهه ګرو تر نابودۍ پورې دوام وکړي .
دترکیې حکومت مدعي دی امریکائي عسکر د سورئې کرد مخالفانو په تیره بیا وائي پي جي (YPG) ډلې ته د وسلو په لیږدولو سره په حقیقت کې په سورئې کې ترهه ګرو ډلو ملاتړ او دترکیې په ضد په غیر مستقیم اقدام کوي . دترکیې خارجه وزیر په عین حال کې ګواښ کړی ، امریکائي عسکر دې دسورئې له منبج سیمې هم ووځي
دسورئې په شمال کې د په عفرین سیمې کې دترکیې د زیتون څانګې عملیات د جنورۍ په شلمه پیل شوي او نن په اتمه ورځ هماغه راز دوام لري .
دسورئې خارجه وزارت د دغه هیواد دحلب ولایت په عفرین ښار دترکیې دپوځ دیرغل په محکومولو سره وئيلي دي ،چې د ترکیې دغه اقدام د سورئې دملي حاکمیّت خلاف ورزي ده .