اسلامی نړۍدې له وحشی صهونیسټی رژیم سره اړیکې غوڅې کړی
د قدس په نامه د نړیوال سیمنار اجرائی مدیر محمد خیر الدنی رازالی د دغه کنفرانس دپایزې پریکړې په باب خبریالانو ته ووئیل . د دغه پریکړه لیک دصادریدا موخه دځینو عربو هیوادونو له خوا له صهونیسټ رژیم سره داړیکو دعادی کولو په بهیر اعتراض ؤ .
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ د ملایشیا په پوتراجایا ښار کې په :الاقصی :نومې نړیوال سیمنار کې ګډون کونکو مسلمانو څیړانو اومتفکرانو ددغه سیمنار په پایزې اعلامیې کې پر درستو اسلامی هیوادونو اوملتونو غږ کړی ، له صهونیسټ ر ژیم سره دې داسلامی هیوادونو سیاسی اقتصادی اړیکې په بشپړ ډول غوڅې کړی څو دفلسطینی ملت چغې واوریدل شی .
راپورښئ ، د دغه نړیوال سیمنار اجرائی مدیر محمد خیر الدنی رازالی د دغه کنفرانس دپایزې پریکړې په باب خبریالانو ته ووئیل . د دغه پریکړه لیک دصادریدا موخه دځینو عربو هیوادونو له خوا له صهونیسټ رژیم سره داړیکو دعادی کولو په بهیر اعتراض ؤ .
محمد خیرالدین رازالی چې د ملایشیا د :پاس : اسلامی ګوند دسټراټژیکو مطالعاتو د مرکز مدیر هم د ی ووئیل ، دقدس شریف دآزادولو یوازینۍ لاره دا ده چې له صهونیسټ وحشی رژیم سره هرډول سیاسی ،تجارتی او تعلیمی اړیکې غوڅې شی .