ایران د مینځنی ختیځ سیمې د امنیت خرابونکی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i64475-ایران_د_مینځنی_ختیځ_سیمې_د_امنیت_خرابونکی_دی
، دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دملګروملتود امنیت شورا دغړو هیوادونو له سفیرانو دغرمې په ډوډۍ کې یوځای شو او ادعا ئې وکړه ، په منیځنی ختیځ کې د ایران دبې ثباته کونکو فعالیتونو پشمول له ډیرو امنیتی مشکلاتو سره مخامخ دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 30, 2018 01:38 Asia/Kabul
  •  ایران د مینځنی ختیځ سیمې د امنیت خرابونکی دی

، دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دملګروملتود امنیت شورا دغړو هیوادونو له سفیرانو دغرمې په ډوډۍ کې یوځای شو او ادعا ئې وکړه ، په منیځنی ختیځ کې د ایران دبې ثباته کونکو فعالیتونو پشمول له ډیرو امنیتی مشکلاتو سره مخامخ دی .

مهر خبری آژانس راپورورکړی ،  دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ  دملګروملتود  امنیت شورا   دغړو هیوادونو  له  سفیرانو  دغرمې په ډوډۍ کې یوځای شو او  ادعا ئې وکړه ،  په منیځنی ختیځ کې د ایران دبې ثباته کونکو فعالیتونو پشمول  له  ډیرو امنیتی مشکلاتو سره  مخامخ دی .

ډونالډ ترمپ  له دې مخکې هم  په کرتو ایران ، چې   په سیمې کې  د واشنګټن له خوا ملاتړ کیدونکو تکفیری ترهه ګرو  سره په مبارزې کې  اساسی رول لوبوی ،  په بې ثباته  کونکو فعالیتونو تورنوی .

 دغه غرمنۍ   په ملګروملتو کې د  امریکا دسفیرې نیکی هیلې له خوا تربیب شوې وه .

 نیکلی هیلې له  دغې غوړې بلنې مخکې    دملګروملتو د امنیت شورا   دغړو هیوادونو دسفیرانو په شتون کې   هغو وسپنیزو ټوټو   په ښودلو سره  چې ادعا  ئې کوله ،  دایرانیو توغندیو ټوټې دی ، دایران په ضدنوی پروپیګنډې نندارې ته وړاندې کړې .  هیلې له دې مخکې هم په کرتو   دیمن دمظلوم ولس دبمبارولو لپاره   له عربستانه د واشنګټڼ  ډیرو زیاتو وسلوالو ملاتړونو ته له اشارې پرته  ایران،    په عربستان د  توغندوی حملې لپاره د یمن   دانصار ا..... ولسی غورځنګ  په وسلو سنبالولو   تورن کړی ؤ .

 داپه داسې حال کې دی چې   دملګروملتو د ویندوی مرستیال  فرحان حق  ددسمبر په څوارلسمه  نیټه او   دسرمنشی مرستیال  جفری فلټمن  هم ددسمبر په نولسمه نیټه  د نیکلی هیلې دغه ادعا  رد کړې  ده .