صهیونېسټ رژیم ته د لبنان د حزب الله خبردارے
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i64535-صهیونېسټ_رژیم_ته_د_لبنان_د_حزب_الله_خبردارے
د لبنان حزب الله د لبنان په جنوب کښې د پرتو ملګرو ملتو د صلحې ساتونکو ځواکونو یونیفل له لارې صهیونېسټ رژیم ته له لبنان سره په پوله کښې د بېلتون د دېوال جوړولو په اړه خبردارے ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 30, 2018 14:28 Asia/Kabul
  • صهیونېسټ رژیم ته د لبنان د حزب الله خبردارے

د لبنان حزب الله د لبنان په جنوب کښې د پرتو ملګرو ملتو د صلحې ساتونکو ځواکونو یونیفل له لارې صهیونېسټ رژیم ته له لبنان سره په پوله کښې د بېلتون د دېوال جوړولو په اړه خبردارے ورکړ.

د فارس خبری اژانس د رپوټ له مخې د صهیونېسټ رژیم دویم ټی وی چېنل وویل، د لبنان حزب الله  ګواښ کړے دے چې که صهیونېسټ رژیم له لبنان سره په پولو کښې د بېلتون دېوال د جوړولو کار ونه دروی نو په اسرائیلو ځواکونو به ګولۍ اوروی.

د اسرائیلو ۲۴ نومې سائیټ د دغه رژیم د دویم ټی وی چېنل له نقله ولیکل، یونیفل ځواکنو د امنیتی تاوتریخوالی د رامنځته کېدو له ویرې د برطانیې او امریکې سفیرانو ته پېغامونه ولیږل چې دغه پېغامونه د صهیونېسټ رژیم وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو ته ورسوی.

له لبنان سره په پولو کښې د صهیونېسټ رژیم نوے امنیتی دېوال د مصر د پولې په شان به دېرشو کېلومیټرو اوږدوالی او شپږ میټر اوچتوالی سره جوړیږی  چې اتویشت میلین ډالره لګښت به ولری.

له دې مخکې هم د لبنان د دفاع عالی شورا تاکید کړے دے چې له لبنان سره په پوله ایزو سیمو کښې د صهیونېسټ رژیم لخوا د یوال وهل د ملګرو ملتو د امنیت د شورا د یو زر اوه سوه وړومبی پرېکړلیک خلاف ورزی ده او د مخنیوی لپاره به یې د هر ډول ضروری اقدامات ترسره شی.