صهیونېسټ رژیم ته د لبنان د حزب الله خبردارے
د لبنان حزب الله د لبنان په جنوب کښې د پرتو ملګرو ملتو د صلحې ساتونکو ځواکونو یونیفل له لارې صهیونېسټ رژیم ته له لبنان سره په پوله کښې د بېلتون د دېوال جوړولو په اړه خبردارے ورکړ.
د فارس خبری اژانس د رپوټ له مخې د صهیونېسټ رژیم دویم ټی وی چېنل وویل، د لبنان حزب الله ګواښ کړے دے چې که صهیونېسټ رژیم له لبنان سره په پولو کښې د بېلتون دېوال د جوړولو کار ونه دروی نو په اسرائیلو ځواکونو به ګولۍ اوروی.
د اسرائیلو ۲۴ نومې سائیټ د دغه رژیم د دویم ټی وی چېنل له نقله ولیکل، یونیفل ځواکنو د امنیتی تاوتریخوالی د رامنځته کېدو له ویرې د برطانیې او امریکې سفیرانو ته پېغامونه ولیږل چې دغه پېغامونه د صهیونېسټ رژیم وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو ته ورسوی.
له لبنان سره په پولو کښې د صهیونېسټ رژیم نوے امنیتی دېوال د مصر د پولې په شان به دېرشو کېلومیټرو اوږدوالی او شپږ میټر اوچتوالی سره جوړیږی چې اتویشت میلین ډالره لګښت به ولری.
له دې مخکې هم د لبنان د دفاع عالی شورا تاکید کړے دے چې له لبنان سره په پوله ایزو سیمو کښې د صهیونېسټ رژیم لخوا د یوال وهل د ملګرو ملتو د امنیت د شورا د یو زر اوه سوه وړومبی پرېکړلیک خلاف ورزی ده او د مخنیوی لپاره به یې د هر ډول ضروری اقدامات ترسره شی.