فلسطین به مقاومت ته دوام ورکړی
-
دمقاومت ځواکونه به هیڅکله اجازه ورنکړي چې د «پیړۍ دمعاملې »په نوم دامریکا دسیسه اجرايي شي .
زمونږخبریال وایی د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه په دې خبرې سره چې دامریکا دحکومت فیصلې به هیڅکله ددغه غورځنګ دریځونه بدل نکړی ټینګار وکړ د واشنګټن دغه فیصله به هیڅکله مونږ له اساسی ایډیل څخه غافل نکړی او مونږ به مقاومت ته پاې بند پاتې وو .
هغه پرون د غزې ښار په لویدیځ کښې د الشاطی کیمپ په ابیض جومات کښې په مراسمو کښې وویل له تل ابیب څخه قدس ته دامریکا د سفارت د انتقالولو ، د صهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه د قدس په رسمیت د پیژندلو او د ترهګرو په فهرست کښې د زما دنوم د شاملولو په شمول دامریکا دحکومت وروستې فیصلې په ماتی محکومې دی .
اسماعیل هنیه دې ته په اشارې سره چې دامریکا چټی اقدامات دمقاومت دتسلیمیدا په هدف سره ترسره کیږی وویل د واشنګټن فیصلې به هیڅکله د مقاومت دریځونه او سیاست بدل نکړی بلکې سبب به شی چې مقاومت په پیاوړی ګامونو سره مخ ته لاړ شی .
دفلسطین دحماس غورځنګ دسیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه یوځل بیا ټینګار وکړ دمقاومت ځواکونه به هیڅکله اجازه ورنکړی چې د «پیړۍ دمعاملې »په نوم دامریکا دسیسه اجرایی شی .