حزب الله د اسرائیلو حیفا او اسدود بندرونه نابودولی شي
د صهیونیسټي رژیم د هوايي ځواک یو لوړرتبه افسر وویل: حزب ا... داسې کره توغنده لري چې په سمندر او حیفا او اشدود بندر کښې د اسرائیلو د ډیزلو ټول مرکزونه ویشتلی شي.
د صهیونیسټي رژیم د هوايي ځواک یو لوړرتبه افسر وویل: حزب ا... داسې کره توغنده لري چې په سمندر او حیفا او اشدود بندر کښې د اسرائیلو د ډیزلو ټول مرکزونه ویشتلی شي.
صهیونیسټي سرچینو خبر خپور کړی چې دغه اسرائیلي افسر په یوه مرکه کښې ادعا وکړه: ایران له ځمکې څخه په سمندر کښې لرې هدف ویشتونکي توغندي، ډیر پرمختللي میزایلونه او جاسوسي ډرون الوتکې حزب ا... ته ورکړې دي.
هغه همداشان مدعي شو چې په سیمه کښې د ایران شتون د صهیونیسټي رژیم لپاره یوه ستره اندیښنه او ستونزه ده. دغه صهیونیسټ پوځي افسر زیاته کړه: د سوریې د پوځ وسلې د حزب ا... لاس ته هم رسیدلې دي په دې وه هغوي د سوریې له خاورې څخه د نیواکي فلسطین سیمې په نښه کولی شي.
له دې مخکښې هم د صهیونیسټي رژيم د پوځ یو پخواني قومندان نوعام تیفون ویلي وو: زمونږ دافع هوا سیسټمونه پوره نه دي او د حزب ا... توغندي بې شکه زمونږ سټراټجک تاسیسات هم په نښه کولی شي چې مونږ دې حملې ته تیار نه یو.