جامعه ایټمی موافقه یوه نړیواله او رغنده موافقه ده
دایران خارجه وزیر کویت ته په رسیدو سره دخبریالانو په ټول کې وئیلی مینځنی ختیخ سیمه به هیڅکله هم د سیمې دهیوادونو له ملګرتیا پرته دآرامښت او امنیت مخ ونه وینی .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړی دایران د ا سلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف چې په کویت کې د عراق دبیا رغاونې په نړیوال کنفرانس کې دګډون لپاره دغه هیواد ته تللی بیګا ئې په کویت کې د اروپائی اتحادئې د بهرنی سیاست له مسئولې میرمن فډریکا موګرینی سره دجامعې ایټمی موافقې او دسیمې د وروستیو بدلونونو په باب خبرې اترې کړی دی .
جواد ظریف یو ځل بیا دجامعې ایټمی موافقې د بشپړ اجرا لپاره د ټولو لورو پر ژمنتیاؤ دعمل کولو غوښتنه کړې او وئیلی ئې دی دغه نړیواله او رغنده موافقه هیڅ بدل نه لری او په دې کې د مادو بدلول اویا ورزیاتول دمنلو وړ نه دی .
داپه داسې حال کې دی چې له دې مخکې دایران خارجه وزیر د کویت له خارجه وزیر شیخ صباح خالد الحمد الصباح سره هم کتنه کړې ، او دواړو لورو د د وو اړخیزو اړیکو او دسیمه ایزو اونړیوالو مناسباتو اوبدلونونو په باب هم بحث او مشورې کړی دی .
دایران خارجه وزیر کویت ته په رسیدو سره دخبریالانو په ټول کې وئیلی مینځنی ختیخ سیمه به هیڅکله هم د سیمې دهیوادونو له ملګرتیا پرته دآرامښت او امنیت مخ ونه وینی . هغه همداراز د په دې خبرې په ټینګار سره چې دعراق ثبات اوپرمختګ داسلامی ایران لپاره ډیر مهم دی ، روښانه کړې ، ایران تل دعراق دحکومت اوولس ترڅنګ دریدلی ، او دا دسیمې دهیوادونو ملګرتیا اوغږملتیا ده چې سیمه له تاؤتریخوالو او ترهه ګرۍ پخپل مینځیو مشورو او راشه دیرشه سره سره پاکولی شی. هغه وئیلی پردی هیڅکله هم نه غواړی دسیمې هیوادونه ثبات ولری اوپخپلو کې سره مشورې وکړی، ځکه چې له دغه شان چارو سره به ئې ګټې په خطرو کې ولویږی .