د جامعې ایټمی موافقې بشپړ اجرا ته بایدټول لوری پابنده ووسی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i65543-د_جامعې_ایټمی_موافقې_بشپړ_اجرا_ته_بایدټول_لوری_پابنده_ووسی
داروپائی اتحادئې دبهرنی سیاست دکمیشن په یوې اعلامیې کې وئیل شوی دی ، میرمن موګرینی له آنتونیو ګوترش سره په کتنې کې دایران او۵+۱دلې ترمینځ جامعې ایټمی موافقې ته د ټولو لورو په پابندۍ په ټینګار سره وئیلی دی ،دغه نړیواله موافقه د ملګرملتو دامنیت شورا له خوا هم تائید شوې ده ، نو په همدې خاطر ئې کوم لوری په یواړخیز ډول نه شی لغوه کولی اویا ئې دبدلون هڅه نشی کولی تر هغه وخته چې په دغې موافقې کې شامل ټول لوری پرې متفق نه وی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 14, 2018 02:08 Asia/Kabul
  • د جامعې ایټمی موافقې بشپړ اجرا ته بایدټول لوری پابنده ووسی

داروپائی اتحادئې دبهرنی سیاست دکمیشن په یوې اعلامیې کې وئیل شوی دی ، میرمن موګرینی له آنتونیو ګوترش سره په کتنې کې دایران او۵+۱دلې ترمینځ جامعې ایټمی موافقې ته د ټولو لورو په پابندۍ په ټینګار سره وئیلی دی ،دغه نړیواله موافقه د ملګرملتو دامنیت شورا له خوا هم تائید شوې ده ، نو په همدې خاطر ئې کوم لوری په یواړخیز ډول نه شی لغوه کولی اویا ئې دبدلون هڅه نشی کولی تر هغه وخته چې په دغې موافقې کې شامل ټول لوری پرې متفق نه وی .

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ  د اروپائی اتحادې دبهرنی سیاست مسئولې میرمن فډریګا موګرینی بیګا  په کویت کې د عراق دبیا رغاونې دنړیوال سیمنار  په څنډې کې  د ملګروملتو له سرمنشی آنتونیو ګوترش  سره په کتنې کې  د جامعې ایټمی موافقې   دبشپړاجرا پشمول  سیمه ایزې اونړیوالې  مسئلې هم سپړلی دی .

  داروپائی اتحادئې دبهرنی سیاست دکمیشن  په یوې اعلامیې کې وئیل شوی دی ، میرمن موګرینی  له  آنتونیو ګوترش سره په کتنې کې   دایران او۵+۱دلې  ترمینځ   جامعې ایټمی موافقې ته د ټولو لورو په  پابندۍ په ټینګار سره وئیلی دی ،دغه نړیواله موافقه   د ملګرملتو دامنیت شورا له خوا هم تائید شوې ده ، نو په همدې خاطر  ئې  کوم لوری په یواړخیز ډول نه شی لغوه کولی اویا  ئې   دبدلون هڅه نشی کولی تر هغه وخته چې په دغې موافقې کې   شامل ټول لوری پرې  متفق نه وی .

په دغې کتنې کې  دواړو لورو  همداراز د مینځنی ختیځ ،  لیبیا    و دکوریا ټاپو وزمې  او همداراز د نړیوالو شخړو  په باب هم  سره خبرې اترې  کړی دی  او دواړو لورو  په اوسنی  حیاتی    وخت کې   د د درستې  سیمې په تیره بیا  له عراقه  داساسی ملاتړ  اهمیّت لومړیتوب بللی او وئیلی ئې د ی  د دغه هیواد ثبات او امنیت او بیا رغاونه   د سیمې اونړۍ لپاره  یوه ضروری چاره ده ځکه  دغه هیواد ترهه ګرو اوترهه ګرۍ  له امله ډیر زیات تاوانونه لیدلی دی .