د عفرین خلک د خوړو له سخت کمي سره مخ دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i66323-د_عفرین_خلک_د_خوړو_له_سخت_کمي_سره_مخ_دي
د سوریې د شمال په عفرین ښار کښې یو میلیون (لس لکه) سوري ښاریز د خوراکي شیانو له سخت کمي کړیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 25, 2018 18:06 Asia/Kabul
  • د عفرین خلک د خوړو له سخت کمي سره مخ دي

د سوریې د شمال په عفرین ښار کښې یو میلیون (لس لکه) سوري ښاریز د خوراکي شیانو له سخت کمي کړیږي.

المیادین ټي وي چینل خبر ورکړی چې د سوریې په جندیرس او راجو نومې دوو ښارونو باندې د ترکیې د پوځ او د دغه هیواد د انډیوالو ډلو د توپونو د حملو سختیدل د یادو سیمو د خلکو د بې کوره کیدو سبب شوي دي.

د ترکیې پوځ همداشان د حلب په شمالي برخه کښې د الزیاره لاره په نښه کړه او د بسونو مخه یې ونیوله او داشان یې د عفرین ښار له هرې خوا کلابند کړي.

د ترکیې د پوځ د توپونو حملو عفرین ښار ته مرسته رسول له ستونزو سره مخ کړي دي.

د ترکیې پوځ له دې مخکښې هم د عفرین ښار د اوبو د یوازني مرکز په ویشتلو سره د دغه ښار د څښلو اوبه بندې کړې دي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د حلب ولایت په عفرین ښار باندې د ترکیې د پوځي ځواکونو د حملو په غندلو سره ویلي چې د ترکیې دا کار د سوریې د ملي حاکمیت خلاف ورزي ده.