په سورئې کې تکفیری ترهه ګربیاسره ښکرپه ښکرشوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i67497-په_سورئې_کې_تکفیری_ترهه_ګربیاسره_ښکرپه_ښکرشوی_دی
د احرار الشام او نورالدین الزنکی ترهه ګرو ډ لو په مورچلو دحملې لپاره د النصره جبهې یا تحریر الشام ډلې دتیارسی په باب دخبرونو له خپریدو وروسته دغه دواړه تکفیری ډلې له دې مخکې سره یو ځای شوی او د تحریر سوریا جبهې د عمومی مشر په توګه ئې په ابوالبراء مشهور جابر علی باشا ئې وټاکۀ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 15, 2018 13:15 Asia/Kabul
  • په سورئې کې تکفیری ترهه ګربیاسره ښکرپه ښکرشوی دی

د احرار الشام او نورالدین الزنکی ترهه ګرو ډ لو په مورچلو دحملې لپاره د النصره جبهې یا تحریر الشام ډلې دتیارسی په باب دخبرونو له خپریدو وروسته دغه دواړه تکفیری ډلې له دې مخکې سره یو ځای شوی او د تحریر سوریا جبهې د عمومی مشر په توګه ئې په ابوالبراء مشهور جابر علی باشا ئې وټاکۀ

 ایرنا خبری اژانس راپورورکړی ،   په سورئې کې د  پوځ اومقاومتی ځواک  په پرمختګ سره ،   دسورئې دشمال  په حلب ولایت کې  د  تحریرالشام جبهې چې هماغه النصره جبهه ده ، او   دسورئې د آزادۍ  جبهې  یا تحریر سوریا نومې ترهه ګرې ډلې  د ورانکارو اوجنایتکارو کمانډرانو  ترمینځ  اختلافات او سرخوږی  نوره هم زیات  شوی او  پخپلو کې سره نښتی دی .

 راپورښئ ، له ترهه ګرو سره نزدې رسنیو  نن  راپورونو کې وئیلی دی ،   دترهه ګرو ترمینځ پخپل مینځیو نښتو کې    دتحریر الشام   دولس ترهه ګر هلاک شوی چې  دتحریر  سوریا نومې تازه  جوړې شوی تکفیری ډلې   د جنایتکارو  دحلب ولایت   په  عاجل سیمې کې   په  کمین کې   راګیر شوی وو .

 همداراز   دحلب ولایت په جنوب کې   له  الهباطه  سیمې سره نزدې  دتحریر الشام  ډلې یو شمیر  ترهه ګر   مقابلې  ترهه ګرې ډلې نیولی  دی .

 د احرار الشام  او نورالدین الزنکی  ترهه ګرو ډ لو په  مورچلو   دحملې لپاره د  النصره جبهې یا تحریر الشام  ډلې دتیارسی   په باب  دخبرونو له خپریدو وروسته    دغه دواړه تکفیری ډلې   له دې مخکې سره یو ځای شوی  او  د تحریر سوریا   جبهې د  عمومی  مشر  په توګه ئې   په ابوالبراء مشهور  جابر علی باشا ئې وټاکۀ

 همداراز  دمیدانی سرچینو د  اعلان پهاساس ،  دسورئې وسلوال پوځ   د غوطه قهر په  نامې سره د  جیش النصر او جیش الحرار   ترهه ګرو   پراخه حمله  چې له پرونه د  سورئې د پوځ  په ضد دحماه ولایت  په شمال لویدیځ کې   پیل شوې وه په شاتنبولې ده .