دبحرین رژیم د لسو ښاریزو د اعدام حکم تائید کړ
-
بحرین دمینځني ختیځ د ترټولو کوچني هیواد په توګه ترټولو زیات سیاسي بندیان لري .
ایرنا خبری اژانس وایی د بحرین د ال خلیفه رژیم د بیا کتنې محکمو په تیره میاشت کښې د لسو(۱۰) ښاریزو د اعدام حکم تائید کړ .
دبحرین د بشری حقوقو ټولنې په خپل نوی راپور کښې وویل ال خلیفه رزیم په تیرې فرورۍ میاشت کښې یوزر او یوسل پینځه(۱۱۰۵) ځل د بشری حقوقو خلاف ورزۍ کړی ده او دلسو(۱۰) ښاریزو د اعدام حکم یې ورکړی دی .
دغه راپور وایی دبحرین ال خلیفه رژیم په تیرې فرورۍ میاشت کښې درې اتیا (۸۳)ښاریز نیولی او یودیرش(۳۱) یې بې درکه کړی او شپاړس(۱۶) یې سخت شکنجه کړی هم دی .
په تیرې فرورۍ میاشت کښې دبحرین ال خلیفه دیکتاتور رژیم اوه نوی(۹۷) ښاریزو ته بیلابیلې سزاګانې ورکړې .
دبحرین عسکرو دغه راز شپږ اویا(۷۶) ځله دخلکو په کورونو او هستوګن ځایونو حملې وکړې او یوپنځوس (۵۱)صلح ایزې مظاهرې یې ځپلې هم دی .
د بحرین د ال خلیفه رژیم فرمایشی محکمو له ۲۰۱۲ میلادی کال راپدیخوا دپینځه سوه اتیا(۵۸۰) کسانو تابیعت(Citizenship) لغوه کړی دی .
دبحرین خلک له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې په صلح ایزو مظاهرو او اعتراضونو سره په هیواد کښې د ازادۍ او دعدالت دټینګیدا او د توپیر د ختمیدا او د ازادو انتخاباتو له لارې دیوه(۱) منتخب حکومت د جوړیدا غوښتنه کوی خو ال خلیفه رژیم د سعودی عربستان او د متحده عربی اماراتو دعسکرو په مرستې سره دخلکو اعتراضونه په سخته ځپی .
دبشری حقوقو د سرچینو د اعلان پراساس بحرین دمینځنی ختیځ د ترټولو کوچنی هیواد په توګه ترټولو زیات سیاسی بندیان لری .