دبحرین رژیم د لسو ښاریزو د اعدام حکم تائید کړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i67525-دبحرین_رژیم_د_لسو_ښاریزو_د_اعدام_حکم_تائید_کړ
ایرنا خبری اژانس وایی د بحرین د ال خلیفه رژیم د بیا کتنې محکمو په تیره میاشت کښې د لسو(۱۰) ښاریزو د اعدام حکم تائید کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 16, 2018 02:34 Asia/Kabul
  • بحرین  دمینځني ختیځ د ترټولو کوچني هیواد په توګه ترټولو زیات سیاسي بندیان لري .
    بحرین دمینځني ختیځ د ترټولو کوچني هیواد په توګه ترټولو زیات سیاسي بندیان لري .

ایرنا خبری اژانس وایی د بحرین د ال خلیفه رژیم د بیا کتنې محکمو په تیره میاشت کښې د لسو(۱۰) ښاریزو د اعدام حکم تائید کړ .

دبحرین د بشری حقوقو ټولنې په خپل نوی راپور کښې وویل ال خلیفه رزیم په تیرې فرورۍ میاشت کښې  یوزر او یوسل پینځه(۱۱۰۵) ځل د بشری حقوقو خلاف ورزۍ کړی ده او دلسو(۱۰) ښاریزو د اعدام حکم یې ورکړی دی .

دغه راپور وایی دبحرین ال خلیفه رژیم په تیرې فرورۍ میاشت کښې درې اتیا (۸۳)ښاریز نیولی او  یودیرش(۳۱) یې بې درکه کړی او شپاړس(۱۶) یې سخت شکنجه کړی هم دی .

په تیرې فرورۍ میاشت کښې دبحرین ال  خلیفه دیکتاتور رژیم اوه نوی(۹۷) ښاریزو ته بیلابیلې سزاګانې ورکړې .

دبحرین عسکرو دغه راز شپږ اویا(۷۶) ځله دخلکو په کورونو او هستوګن ځایونو حملې وکړې او یوپنځوس (۵۱)صلح ایزې مظاهرې یې ځپلې هم دی  .

د بحرین د ال خلیفه رژیم فرمایشی محکمو له ۲۰۱۲ میلادی کال راپدیخوا  دپینځه سوه اتیا(۵۸۰) کسانو تابیعت(Citizenship) لغوه کړی دی .

دبحرین خلک له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې په صلح ایزو مظاهرو او اعتراضونو سره  په هیواد کښې د ازادۍ او دعدالت دټینګیدا او د توپیر د ختمیدا او د ازادو انتخاباتو له لارې دیوه(۱) منتخب حکومت د جوړیدا غوښتنه کوی خو ال  خلیفه رژیم د سعودی عربستان او د متحده عربی اماراتو دعسکرو په مرستې سره دخلکو اعتراضونه په سخته ځپی .

دبشری حقوقو د سرچینو د اعلان پراساس بحرین  دمینځنی ختیځ د ترټولو کوچنی هیواد په توګه ترټولو زیات سیاسی بندیان لری .