د سعودی عربستان په ختیځ کښې پوځی مانوره پیل شوه
-
سعودي عربستان له امریکا، انګلستان، فرانسې ، متحده عربي اماراتو سره یوځاې په ټوله نړۍ کښې د ترهګرو ډلو اصلي جوړونکي او ورسره مالي مرسته کونکي دیکتاتور رژیم دی .
زمونږ خبریال وایی د« الخلیج یو ګډ ډال »په نوم پوځی مانوره د څلورویشتو (۲۴)هیوادونو دځواکونو په ګډون سره دسعودی عربستان په ختیځ کښې پیل شوه .
د سعودی عربستان رسمی خبری اژانس« واس» ادعا وکړه دغه پوځی مانوره د ګډون کونکو هیوادونو د شمیر او د کارول شویو وسلو د ډول ډول والی له پلوه د هیواد په ختیځ کښې ترټولو ستره پوځی مانوره ده .
د سعودی عربستان رسنیو ددغه پوځی مانورې هدف د امنیتی تجهیزاتو نوی کول او دګډون کونکو هیوادونو د پوځی ملګرتیا او دفاعی چمتووالی زیاتول وباله .
د څلورویشتو (۲۴)هیوادونو ځمکنی ، هوایی او سمندری عسکر په دغه پوځی مانورې کښې ګډون لری او پکښې ستراتیژیکې وسلې کارول کیږی .
په سعودی عربستان کښې دپوځی خوځښتونو زیاتیدل په داسې حال کښې دی چې نه یوازې دغه هیواد له بهرنی ګواښ سره مخ نه دی بلکې عربستان په خپله په سیمه کښې دتاوتریخوالی د زیاتیدا اصلی عامل دی .
عربستان دغه راز دامریکا اودڅو عربو هیوادونو په ملاتړ سره واک ته د پخوانی ولسمشر عبدربه منصور هادی د بیرته ستنولو لپاره په یمن حمله کړی ده چې اوس هم دوام لری .
سعودی عربستان له امریکا، انګلستان، فرانسې ، متحده عربی اماراتو، بحرین ، کویت ، اردن ، ترکیې ، قطر ، اسرائیلو وغیره سره یوځاې په ټوله نړۍ کښې د ترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او ورسره مالی مرسته کونکی دیکتاتور رژیم دی .