دترکیې چارواکی وائی متحده عربی امارات په سیمې کې شیطنت کوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i67822-دترکیې_چارواکی_وائی_متحده_عربی_امارات_په_سیمې_کې_شیطنت_کوی
دمتحده عربی اماراتو دخارجه وزیر بې شرمه څرګندونې په سیمه ایزو موضوعګانو او مسئلو کې د هغوی د صداقت د نه شتون ښودنه کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 21, 2018 12:15 Asia/Kabul
  • دترکیې چارواکی وائی متحده عربی امارات په سیمې کې شیطنت کوی

دمتحده عربی اماراتو دخارجه وزیر بې شرمه څرګندونې په سیمه ایزو موضوعګانو او مسئلو کې د هغوی د صداقت د نه شتون ښودنه کوی .

 زمونږخبریال د آناتولی خبری آژانس له قوله راپورراکړ د  ترکیې دخارجه وزارت  ویندوی  حامی آکسوی  نن  په یولړ څرګندونو کې   د متحده عربی  اماراتو د خارجه وزیر  عبدا...بن زاید  د وروستیو څرګندونو  په غبرګون کې چې  ترکیه ئې  دعربی هیوادونو لپاره یو ګواښ بللی ،  ووئیل ،   داماراتو چارواکو له څه مودې راهسې  تراوسه پورې   دترکیې او  د دغه هیواد دتاریخ   په ضد منفی پروپیګنډې  پیل کړی دی  او  په سیمې کې په شیطنت پسې  دی.

    هغه د دې خبرې په کولو سره چې  ترکیه  له عربی هیوادونو سره تاریخی پیوندونه لری او   دغې موضوع ته ډیر اهمیّت ورکوی ، زیاته کړې ؛  دمتحده عربی اماراتو  دخارجه وزیر  بې شرمه څرګندونې  په سیمه ایزو موضوعګانو او مسئلو کې   د هغوی د صداقت   د نه شتون  ښودنه کوی . 

 د ترکیې دخارجه وزارت ویندوی  همداراز  دسورئې په شمال کې  په عفرین ښار کې  دترکیې دپوځ دعملیاتو موخه ،  دترکیې په ضد د ترهه ګرو  دګواښونو له مینځه وړل وبلل .

  داپه داسې حال کې ډی چې  چې  دسورئې حکومت   په عفرین او د دسورئې په نورو سیمو کې  په پوځی  عملیاتو کې د  ترکیې   اقدامات  نیواکګر  بللی  او  له خپلې خاورې ئې و ترکیې دپوځی ځواک  دزرترزره د وتلو غوښتنه کړې ده .