دسورئې له ختیځی غوطې کابو ۱۵۰۰ ترهه ګر وویستل شول
له دې وروسته چې په سورئې کې حکومتی مسئولانو او دروسیې روغې جوړې مرکز ، دسورئې په شمال کې د وسلوالو مخالفانو ترکنټرول لاندې سیمو ته د تلو په بدل کې د وسلو دسپارلو په باب په حرستا سیمې کې د احرارالشام ترهه ګرې ډلې له وګړو سره موافقه وکړه ، نو د دغه هیواد دسرې میاشتې بسونه اوایمبولانسونه نن حرستان سیمې ورغلل .
العالم ټیلیویژنی چینل راپور ورکړی په موافقې کې دا هوکړه هم شوې ، هر یو وسلوال مخالف چې له حرستا وتل نه غواړی ،نو د وسلو په سپارلو سره په دغې سیمې کې پاتیکیدلی شی .
له دې مخکې د سورئې پوځ په ختیځی غوطې سیمې کې دخپلو پرمختګونو په دوام کې په ترهه ګرو ډلو کې خبرتیاوې خپرې کړی ، چې ، له سیمې به د هغو کسانو امنیت سره وتل تضمین کړی ، چې دجنګ ختمول غواړی .
بل خبر دا چې د سورئې د ولسمشر بشار اسد ماندینه میرمن اسماء اسد په ختیځی غوطې سیمې کې د له موجوده میرمنو سره په کتنې کې د خپل هیواد په خاطر په جنګ کې سرښیندنه یوه نوی فتح او د یوه نوی پړاؤ پیل وبالۀ او وې وئیل، په څو سیمو کې دجنګ د بهیر په بدلولو سره دغې فتحې ، هغه مفاهیم چې له کلونو راهسې پر ټولنې واکمن وو ، هم بدل کړی دی .
ختیځی غوطه سیمه دسورئې له پلازمینې سره نزدې یوه سټراټژیکه سیمه ده چې د ترهه ګرو ډلو په نیواک کې ده او هره ورځ د توغندیو اوهاوانونو په وسیله سوریاوال ښاریز په نښه کوی .تر دې دمه د سورئې پوځ اومقاومتی ځواک د ختیځی غوطې کابو اتیا فی صدی سیمه له تکفیری ترهه ګرو پاکه کړې ده اونیّت لری پاتې سیمې هم د تکفیری ترهه ګرو له سپیرۀ وجوده پاکې کړی .