دسورئې له ختیځی غوطې کابو ۱۵۰۰ ترهه ګر وویستل شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i67858-دسورئې_له_ختیځی_غوطې_کابو_۱۵۰۰_ترهه_ګر_وویستل_شول
له دې وروسته چې په سورئې کې حکومتی مسئولانو او دروسیې روغې جوړې مرکز ، دسورئې په شمال کې د وسلوالو مخالفانو ترکنټرول لاندې سیمو ته د تلو په بدل کې د وسلو دسپارلو په باب په حرستا سیمې کې د احرارالشام ترهه ګرې ډلې له وګړو سره موافقه وکړه ، نو د دغه هیواد دسرې میاشتې بسونه اوایمبولانسونه نن حرستان سیمې ورغلل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 22, 2018 11:30 Asia/Kabul
  • دسورئې له ختیځی غوطې  کابو ۱۵۰۰ ترهه ګر وویستل شول

له دې وروسته چې په سورئې کې حکومتی مسئولانو او دروسیې روغې جوړې مرکز ، دسورئې په شمال کې د وسلوالو مخالفانو ترکنټرول لاندې سیمو ته د تلو په بدل کې د وسلو دسپارلو په باب په حرستا سیمې کې د احرارالشام ترهه ګرې ډلې له وګړو سره موافقه وکړه ، نو د دغه هیواد دسرې میاشتې بسونه اوایمبولانسونه نن حرستان سیمې ورغلل .

 العالم ټیلیویژنی چینل  راپور ورکړی  په موافقې کې  دا هوکړه هم شوې ،  هر یو  وسلوال مخالف  چې  له حرستا   وتل  نه غواړی ،نو  د وسلو په سپارلو سره  په دغې سیمې کې پاتیکیدلی شی .

  له دې مخکې  د سورئې پوځ  په ختیځی غوطې سیمې کې  دخپلو پرمختګونو په دوام کې   په ترهه ګرو ډلو کې  خبرتیاوې خپرې کړی ،  چې ،      له سیمې  به د  هغو کسانو  امنیت سره وتل تضمین کړی ، چې   دجنګ  ختمول غواړی .

 بل  خبر دا چې  د سورئې د ولسمشر  بشار اسد  ماندینه  میرمن   اسماء اسد  په ختیځی غوطې سیمې کې  د  له موجوده  میرمنو سره په کتنې کې   د خپل هیواد په خاطر  په جنګ کې سرښیندنه    یوه نوی فتح او د یوه نوی پړاؤ پیل  وبالۀ او وې وئیل،  په څو سیمو کې   دجنګ د بهیر په بدلولو سره دغې فتحې ،    هغه مفاهیم چې   له کلونو راهسې   پر ټولنې واکمن وو ، هم بدل کړی دی .

ختیځی غوطه  سیمه   دسورئې له پلازمینې سره نزدې  یوه سټراټژیکه سیمه ده چې  د ترهه ګرو ډلو  په نیواک کې ده  او هره ورځ    د توغندیو اوهاوانونو په وسیله  سوریاوال ښاریز په نښه کوی .تر دې دمه   د سورئې پوځ اومقاومتی ځواک  د   ختیځی غوطې کابو اتیا فی صدی سیمه له تکفیری ترهه ګرو پاکه کړې ده اونیّت لری  پاتې سیمې هم د تکفیری  ترهه ګرو له سپیرۀ وجوده پاکې کړی .