په عربستان د وسلو پلورل دې بند شي
Mar 27, 2018 03:01 Asia/Kabul
د بشري حقوقو څارونکې موسسې په یمن باندې د عربستان د تیري د دریمې کلیزې په ورځ په ریاض باندې د وسلو د خرڅون د بندیدو غوښتنه وکړه.
ایرنا لیکلي چې د بشري حقوقو څارونکي سازمان پرون په یو رپورټ کښې همداشان ویلي دي: د عربستان لخوا په یمن کښې د جنګ دوام سبب شوی څو یمن چې په عام حالاتو کښې یې بې وزله هیواد ګڼل کیده، اوس له انساني کړکیچ سره مخامخ شي.
د بشري حقوقو څارونکي همداشان د دې جنګ په لارښوونه کښې د عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان رول ته په اشارې سره، د ترسره شویو جنایتونو په وړاندې د هغه د ځواب ورکولو غوښتنه وکړه.
د بشري حقوقو د څارونکي سازمان اجرايي مدیر کِنِټ روث هم په دې وروستیو کښې له امریکا، بریتانیا او فرانسې غوښتي وو چې پر سعودیانو د وسلو خرڅون بند کړي.
ټیګونه