ترکیې او قطر د صهیونیسټ رژیم پرونی جنایت سخت وغنده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i68326-ترکیې_او_قطر_د_صهیونیسټ_رژیم_پرونی_جنایت_سخت_وغنده
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د عراق د ملي حکمت ګوند مشر عمار حکیم او همداشان د قطر د بهرنیو چارو وزارت بیګا د ستنیدو په ورځ د فلسطیني ولس د صلحه ایز لاریون خلاف د غاصب او ناروا صهیونیسټي رژیم جنایتکارانه او انساني ضده اقدام وغنده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 01, 2018 02:56 Asia/Kabul
  • ترکیې او قطر د صهیونیسټ رژیم پرونی جنایت سخت وغنده

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د عراق د ملي حکمت ګوند مشر عمار حکیم او همداشان د قطر د بهرنیو چارو وزارت بیګا د ستنیدو په ورځ د فلسطیني ولس د صلحه ایز لاریون خلاف د غاصب او ناروا صهیونیسټي رژیم جنایتکارانه او انساني ضده اقدام وغنده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د عراق د ملي حکمت ګوند مشر عمار حکیم او همداشان د قطر د بهرنیو چارو وزارت بیګا د ستنیدو په ورځ د فلسطیني ولس د صلحه ایز لاریون خلاف د غاصب او ناروا صهیونیسټي رژیم جنایتکارانه او انساني ضده اقدام وغنده.

رجب طیب اردوغان په استنبول ښار کښې په یوه ټیلیویژني مرکه کښې په غزه کښې پر فلسطیني مظاهره چیانو باندې د صهیونیسټو پوځیانو بوږنونکې حمله یو غیرانساني کار وباله.

سید عمار حکیم هم په غزه کښې د صهیونیسټانو جنایتونه او په وړاندې یې د نړیوالو ټولنو چپتیا وغندله.

همداشان د قطر خارجه وزارت په یوه خبرپاڼه کښې له فلسطیني مظاهره چیانو سره په مقابله کښې د صهیونیسټي رژیم وحشي توب په کلکه وغنده.

د ایران د خارجه وزارت ویاند بهرام قاسمي هم پرون د اسرائیلو لخوا د لسګونو فلسطینیانو مرګ ژوبله سخته غندلې وه.